د پښتون ژغورنې غورځنګ امریکا میشته فعالانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي
د متحده ایالاتو په کلفورنیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړو د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.
په دې اعتراضي غونډه کې چې پرون یکشنبه جوړه شوې وه د کلیفورنیا په مرکز سکرمنټو کې د افغانانو د بیلابیلو ټولنو استازو برخه اخیستې وه.
دوی پر افغانستان د پاکستان بریدونه تیری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پېښې وڅېړي.
دوی دغه راز غوښتنه کړې چې پاکستان باید په دې اړه وضاحت ورکړي ځکه د دوی په وینا هغه هیواد په خپلو بریدونو کې تر ډېره ښځې، ماشومان او ناروغان وژلي او ملکي سیمې یې په نښه کړي دي.
که څه هم پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي خو پرون د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې په افغانستان کې له ۷ سوه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز شاوخوا ۶ سوه نور ټپیان شوي دي.