دامریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ نیول شوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ يې نیول شوي دي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل،"اوسمهال حمیده سلیماني افشار او د هغې لور د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي ادارې په توقف کې دي".
په بیان کې حمیده د ایران د "ترهګر رژیم" له سرسختو پلویانو څخه بلل شوې ده.
د بیان په ټکو،"حمیدې پر خپلو ټولنیزو رسنیو داسې مطالب خپاره کړي چې د ایران د رژیم په پلوۍ وو".
دغه وزارت حمیده د ایران حکومت ته په "تبلغ" تورنه کړې ده.
د قاسم سلیماني خورزه وروسته له هغې نیول کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په امریکا کې د حمیدې او د هغې د لور د میشتیدو اسناد "ګرین کارډونه" لغوه اعلان کړل.
قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواکونو پخوانی قومندان و چې په عراق کې د امریکا په برید کې ووژل شو.
د بهرنیو چاور وزارت په بیان کې وړاندې راغلي، د حمیدې او د هغې د لور د اسناد د لغوه کیدو سربیره، امریکا ته د هغې د خاوند په داخلیدو هم بندیز لګول شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، مارکو روبیو د روانې میاشتې لومړیو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د مخکیني مشر علي لاریجاني د لور فاطمې اردشېر لاریجاني او د هغې د خاوند سید کلانتر معتمدي د اوسېدو اسناد هم لغوه کړي وو.