د افغانستان د مدني ټولنو بنسټونه؛ م.م دې د افغانستان او پاکستان د شخړې په حل کې مرسته وکړي
د افغانستان د مدني ټولنو یو شمیر بنسټونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په حل کې مرسته وکړي.
دغو بنسټونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو لیک ویلي،" په افغانستان کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت کړنو ملکي کسانو او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته تاوان رسولی چې د دې سازمان د منشور نقض او نړیوالې سولې ته لوی ګواښ دی".
دغو بنسټونو له ملګروملتونو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو له مخې د ملکیانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.
په لیک کې راغلي،"دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دنده ده چې د افغانانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي".
نژدې شپږ اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په اورمچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و، خو په اړه ډیر جزیات خپاره کړې نه وو.
د چین په ارومچي ښار کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې وې.