Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چین وایي چې د اسلام اباد او کابل تر منځ د روغې جوړې په خبرو کې پرمختګ شوی

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو او د پاکستان د حکومت د استازیو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو جزییات یې نه دي شریک کړي.

دا خبرې چې د پنجشنبې په ورځ د چین په شمال لویدیځ ښار ارومچي کې پيل شوې. د چین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا خبرې په تدریجي او مثبت ډول پر مخ روانې دي.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، له تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د اسلام اباد او کابل ترمنځ تر بل هر وخت سختې نښتې شوې دي.

چین له افغانستان او پاکستان سره په لویدیځ کې ګډه پوله لري او تر دې دمه یې د جګړې له پیله تر اوسه د پاکستان او افغانستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د ټیلفوني اړیکو او د ځانګړیو استازیو له لورې د

منځګړیتوب هڅې کړې دي.

د سیاسي چارو کتونکي روان فرهادي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روغې جوړې په تړاو د چین تر منځګړیتوب پورې ازادي راډيو ته وویل:

« دا د چین غوښتنه ده چې مذاکرات وشي، ځکه چې چین هم د افغانستان شمال ختیځ زون او تاجکستان کې خپلې ګټې لري او غواړي چې په دې سیمو کې تاوتریخوالی نه وي، افغانستان باثباته وي. چین کولی شي چې پر پاکستان فشار راولي او دا ځکه چې پیکنګ د اسلام اباد اقتصادي همکار دی، هم یې په ګوادر کې پانګونه کړې او هم د پاکستان په نورو سیمو کې، نو فشار پرې راولي چې له افغانستان سره اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي»

په ارومچي کې د خبرو هدف د طالبانو د حکومت او یوشمیر پاکستاني سرچینو په وینا د تاوتریخوالي کمیدل، د تجارتي لارو پرانیستل او د جګړې درول دي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې په ورځ وویل،

"دواړه هیوادونه د چین منځګړیتوب ته ډیر اهمیت ورکوي او چمتو دي چې بیا هم د خبرو اترو میز ته کښیني، چې دا یو مثبت پرمختګ دی."

اغلې ماو زیاته کړه: "چین مناسب شرایط رامینځته کوي او د دواړو خواوو لپاره د خبرو اترو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي». اغلې ماو بیا وویل چې د خبرو اترو بشپړ جزییات به په راتلونکي کې له رسنیو سره شریک کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه، چې د تیر کال په اکتوبر کې پیل شوه چې تر اوسه پکې په سلګونو ملکیان وژل شوي. اسلام اباد پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي، افغان طالبان دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي او وایي چې د پاکستان په شمول د هیڅ ګاونډي په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus