Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو او پاکستان چارواکو په رسمي توګه په چین کې د خبرو پخلی وکړ

د طالبانو او پاکستان استازو د پنجشنبې په ورځ د وري په ۱۳ مه د چین په ارومچي ښار کې خبرې اترې وکړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې تایید کړه چې د دې ډلې د "منځنۍ کچې" یو پلاوی له پاکستاني لوري سره د رسمي خبرو اترو لپاره چین ته رسېدلی دی.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا بهیر د چین په غوښتنه او د "متقابل درناوي او رغنده تعامل" پر بنسټ مخته وړل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت باور لري چې "د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي."

تر دې مخکې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په خپلې اوونیزې خبري غونډه کې وویل چې په دې خبرو کې د اسلام‌ آباد ګډون د پاکستان د اصلي اندېښنو بیا ټینګار دی او زیاته یې کړه چې د دې بهیر د عملي پرمختګ مسؤلیت هم د طالبانو پر غاړه دی.

ښاغلي اندرابي زیاته کړه چې هغوی باید د هغو "ترهګرو ډلو" په وړاندې ښکاره او د تایید وړ اقدامات وښيي چې د پاکستان پر ضد د دې هېواد له خاورې کاراخلي."

طالبانو مخکې په کراتو کراتو ویلي چې دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.

په همدې حال کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا هیواد چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د کمولو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

د دې وزارت ویاندې ماو نینګ په پیکینګ کې په یوه خبري غونډه کې که څه هم د پیل شویو خبرو په اړه څه ونه ویل خو په دې برخه کې یې د چین رول مهم وباله: "چین تل د خبرو اترو له لارې په مناسب ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو او اختلافونو د حل ملاتړکړی. موږ همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل په برخه کې فعاله منځګړتوب کړی او د تاوتریخوالي په کمولو او د دواړو خواوو د اړیکو په ښه کولو کې به خپل رغنده رول ته دوام ورکړو."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی په پلاوي کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو استازي شامل دي.

یوې بلې سرچینې ویلي چې د دې مذاکراتو هدف د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د وروستیو شخړو او تاوتریخوالي پای ته رسول دي.

همداراز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د پاکستاني پلاوي مشري سید علي حیدر ګیلاني، چې په دې وزارت کې د افغانستان د څانګې مسؤل دی، پر غاړه لري.

د خبرو اترو په تېرو څو پړاوونو چې په ترکیه، قطر او سعودي عربستان کې ترسره شول، د دواړو لورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus