په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي دي.د ترکیې د سمندري ځواکونو ګارد نن چهارشنبې وویل،"دغه افغان کډوال په یوې بادي کښتۍ سپاره وو چې ډوبه شوه".په سیمه کې د ژوغورنکو ډلې ویلي،" له اوبو ۱۸جسدونه راوستل شوي او په کښتۍ کې ۲۱نور سپاره کسان ژوندي ژوغول شوي دي".ویل کیږي چې یو کډوال نادرکه دی.د ترکیې ساحلي ګارډ د کښتې د ډوبیدو علت د سمندر نامناسبه هوا او توپان یاد کړی.