Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پېښور د سولې جرګه؛ طالبان او د پاکستان حکومت دې جګړه ودروي او خبرو اترو ته دې لار هواره کړي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاواتریخوالي او شخړو د کمولو په موخه د سه شنبې په ورځ په پېښور کې د سولې جرګه رابلل شوې وه.

په سیمه کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي،" په جرګه کې د خیبرپښتونخوا او سرحدي سیمو قومي مشرانو، دیني عالمانو، سیاسي څیرو او د مدني ټولنو یو شمیر غړو ګډون کړې وو".

له دغې جرګې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په جرګه کې د بحث مهم موضوعات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې جګړې پایته رسیدل، د اوربند غځیدل او خبرو اترو ته لار برابرول وو.

د جرګې ګډونوال او د پاکستان یو مشهور دیني عالم شیخ ادریس په جرګه کې له دواړو لورو (افغانستان او پاکستانه) وغوښتل چې جګړه بنده او اروبند وغځوي.

د راپورونو له مخې شیخ ادرس په ۲۰۲۴کال کې کندهار ته په یوه سفر کې د طالبانو له لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره کتلي و.

د پېښور د سولې جرګه په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ د اختر په مناسبت لنډمهاله اوربند د تیرې پنجشنبې په ورځ پایته ورسید.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل،"اسلام اباد په افغانستان کې خپل پوځي عملیات له سره پیلوي".

طالبانو او د پاکستان حکومت د قطر، سعودي عربستان او مصر په منځګړیتوب د کوچني اختر په مناسبت لنډه مهاله پنځه ورځنۍ اوربند اعلان کړی و.

له اوربند مخکې د پاکستان حکومت په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر یوه روغتون په برید کې په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.

طالبان وايي، په دې برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان ووژل شول او په لسهاوو نور ټپیان شول.

بل پلو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما بیا په دې برید کې د ۱۴۳کسانو وژل او د ۱۱۹ نور ټپي کیدل تایید کړې وو.

خو د پاکستان حکومت بیا ادعا کوي چې په دې برید کې د ترهګرو پوځي تاسیسات په نښه کړې وو.

د جرګې ګډونوالو په افغانستان کې له واکمنو طالبانو او د پاکستان له حکومته غوښتي چې پرنیږي د دغو هېوادونو خاوره د یو بل پرضد وکارول شي.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې په ځلونو د پاکستاني حکومت هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کیږي.

د پېښور د سولې جرګه د ایس پایر په نوم یو سازمان چې مشرې يې د خیبرپښتونخوا پخوانی منشي ارباب شهزاد خان کوي او د قومي او اصلاحي تحریک په ګډه همکارۍ جوړه شوې وه.

دغه جرګه چې څلور ساعته يې دوام وکړ، ورسره جوښت د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه د هغوو افغان کډوالو د اوښتو لپاره پرانستله چې له کرښې پورې غاړې ایسار پاتي وو.

په ننګرهار کې طالب چارواکي وايي، دغه دروازه د دواړو خواو (افغانستان او پاکستان) ترمنځ له خبرو اترو وروسته یوازې له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوې ده.

په تورخم کې د ښاروالۍ یو کارکوونکي ازادي راډيو ته د سه شنبې په ورځ وویل،"د تورخم دروازه به هره ورځ د سهار له نهو بجو د غرمې تر ۱ بجې د کډوالو پرمخ پرانستي وي".

د تورخم دروازه د تیرې فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نیټه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د ستنېدونکو کډوالو پرمخ وتړل شوه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فبرورۍ په ۲۱مه د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې په پېښور کې د سرحدي سیمو مشران د سولې جرګي رابولي.

د دغې جرګي ګډونوالو په افغانستان کې پر قومي مشرانو غږ کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پایته رسیدو او دایمي اوربند د رامنځته کیدو لپاره جرګي وکړي، څو د دغو دوو هېوادونو شخړې د خبرو اترو له لارې حل شي.

تراوسه د پاکستان او طالبانو حکومت په رسمي ډول د پېښور د سولې جرګي د ګډونوالو د غوښتو په اړه څه ویلي نه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus