د سیلابونو د راوتو له کبله د افغانستان یو شمیر مهمې ترانزیتي لارې تړل شوي
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سیلابونو د راوتو له کبله د افغانستان یو شمیر مهمې ترانزیتي لارې تړل شوي.د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبې رسنیو ته ویلي،" د سرپل ـ بلخ او بادغیس ـ فاریاب ولایتونو ترمنځ لوې لارې بندي دي".خو د هغه په ټکو، د دغو لارو د خلاصیدو چارې روانې دي.د راپورونو له مخې، په بادغیس ولایت کې د سیلابونو له کبله پنځه کسان مړه او په زرهاوو جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.طالب چارواکو ویلي، په تیرو څو ورځو کې په ۱۳ولایتونو کې د سیلابونو او غره ښویدنه له کبله ۱۷کسان مړه او ۲۶نور ټپیان دي.