د طالبانو حکومت پاکستان تورنوي چې پر کونړ یې تازه سلګونه توغندي توغولي دي
په کونړ کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي ادعا کوي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له لوري نژدې ۵۰۰ توغندي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو لګیدلي دي.
کونړ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن شنبه ( د حمل ۷مه) کورنیو رسنیو ته ویلي چې دغه توغندي پر مرکز اسعد اباد او دغه راز ناړۍ، شلتن، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو لګیدلي دي.
خبر کې راغلي چې دغو بریدونو ملکیانو ته د سر او مال زیان اړولی، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ورکړل شوی.
پاکستاني لوري که څه هم په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د دفاع وزیر یې خواجه اصف ویلي چې پر افغانستان به د دوی بریدونه تر هغو دوام ولري چې خپل هدفونه ترلاسه کړي.