په تاشکند کې د افغاني محصولاتو درې ورځنی نندارتون
د افغاني محصولاتو نندارتون پرون (چهارشنبې) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانیستل شو.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، جلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.