جنوبي وزيرستان کې د يوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
په جنوبي وزيرستان کې ناپېژاندو وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.
د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه پرون (د مارچ پر ۲۴مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ملک سردار علي د کورنۍ غړي دي.
هغه زیاته کړه چې پولیسو په اعظم ورسک کې د مشکوکو کسانو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو،شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو د تښتونې پیښې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره وايي ، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان اوخیبر پښتونخوا کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.