Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پیښور په زندانونو کې د افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو یو شمېر استازي ادعا کوي چې په دې ایالت کې د پاکستاني پولیسو له لوري د «اې سي سي» او «پي او ار» کارت لرونکو لسګونه نیول شویو افغانانو دضمانت غوښتنې رد شوي او نیول شوي کسان لا هم د پېښور په زندانونو کې په نامعلوم وضیعت کې ساتل کیږي.

د پېښور اوسېدونکی نعیم خان چې په خبره یې د یو شمېر نیول شویو افغانانو وکالت کوي سې شنبه د حمل ۴ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې دا کسان تر ډېره په روژې میاشت کې نیول شوي دي. هغه وویل:

"اوس مهال نوی عملیات نه دی پیل شوی، خو هغه عملیات چې د روژې په میاشت کې روان وو په کې نیول شوي افغانان لا هم په زندانونو کې دي، د هغوی ضمانتونه رد شوي، دوی اختر هم په زندان کې تېر کړ، سره له دې چې دوی د ACC او POR کارتونه او اسناد هم لري."

د نعیم خان په خبره، که څه هم له اختر وروسته تراوسه د افغان کډوالو د نیولو تازه عملیات نه دي پیل شوي خو په دې برخه کې اندېښنې لا هم پر ځای دی.

په خیبر پښتونخوا کې ډېر شمېر افغان کډوال چې پراخه کاروبارونه لري په وار وار یې ویلي چې په افغانستان کې شرایط مناسب نه دي او دوی نه غواړي بېرته ستانه شي.

د افغان کډوالو یو استازی خوشحال خان هم ادعا کوي چې نږدې یوه میاشت کېږي چې ګڼ شمېر افغانان نیول شوي او د پېښور په زندانونو کې ساتل کېږي او د ضمانت غوښتنې یې نه دي منل شوې.

هغه هم سه شنبه د حمل په ۴مه ازادي راډیو ته وویل، که څه هم یو شمېر کورنۍ بېرته ستنېدو ته چمتو دي، خو د تورخم دروازه د نښتو له امله تړلې ده او دې وضعیت د دوی د بېرته تګ مخه نیولې ده.

"شاوخوا درې زره افغانان نیول شوي چې اوس مهال د پېښور په سنټر جیل کې پراته دي، ځینې نور د چهارسدې په زندان کې بندیان دي، د هغوی ضمانتونه هم نه دي منل شوي او کورنۍ یې ډېرې اندېښمنې دي، بل خوا د تورخم دروازه تړلې ده، حال دا چې ټول د تګ لپاره چمتو دي، که لار خلاصه شي."

دی وايي دغه وضعیت ډېر شمېر افغانان له سخت رواني فشار او د خپلو کاروبارونو د نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

ازادي راډیو نه شي کولای دغه ادعاګانې په خپلواک ډول تایید کړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د افغان کډوالو د زنداني کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نږدې درې اونۍ وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو هوايي حملې وکړې او له هغې وروسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په وقفه یې ډول نښتې روانې دي چې له امله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړلي دي.

په همدې حال کې یو شمېر پاکستاني ورځپاڼو راپور ورکړی چې د اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته، پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې په خېبر پښتونخوا کې به د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد اقدامات یو ځل بیا سخت شي.

د پاکستان «اکسپرس ټریبیون» ورځپاڼې سه شنبه د حمل ۴مه د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د اختر په ورځو کې د کډوالو نیول په موقتي ډول درول شوي وو، خو اوس امنیتي ادارې چمتو دي چې عملیات بیا پیل کړي او بې اسناده کسان د قوانینو له مخې ونیسي.

په راپور کې راغلي چې د افغان کډوالو د ۹ کمپونو د تړلو بهیر، چې د اختر پر مهال ځنډېدلی و، ډېر ژر به بېرته پیل شي.

دغه راز په خپله خوښه د ستنېدو پروګرام به هم ژر پیل شي څو افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته وهڅول شي.

دغه ورځپاڼې ویلي په پېښور ښار کې د کډوالو د معلوماتو د بشپړولو لپاره یو نوی سروې هم پیل شوې او تمه ده چې پایلې به یې په راتلونکې اوونۍ کې څرګندې شي.

د دې سروې هدف د کډوالو د وضعیت کره معلومول او د هغوی د راتلونکې په اړه پرېکړه کول بلل شوي.

د سرچینو په وینا، په دې بهیر کې به هغو کډوالو ته ځانګړې پاملرنه وشي چې کاروبارونه لري.

دغه راز به د هغه کسانو معلومات هم راټول شي چې په غیرقانوني ډول یې د پاکستان شناختي کارتونه ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ به د هغه افغان میرمنو په اړه هم چې له پاکستاني نارینه‌وو سره ودونه کړي او اوس مهال حقوقي وضعیت پیچلی دی.

له دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) د تېر لمریز کال په دلوه میاشت کې راپور ورکړی و چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

دغې ادارې دغه راز ویلي وو چې له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او شاوخوا دوه میلیونه نور لا هم په پاکستان کې اوسېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus