محمدباقر ذوالقدر د لاریجاني پر ځای د ایران د ملي امنیت شورا مشر شو
د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال اعلان کړی چې «د اسلامي جمهوریت د رهبر په موافقه او د مسعود پزشکیان په حکم، محمدباقر ذوالقدر د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.»مهدی طباطبایی دا خبر د سېشنبې په ورځ د ایکسپاڼې له لارې اعلان کړ.محمدباقر ذوالقدر د علی لاریجانی ځای ناستی شو، چې د کب په ۲۶مه په تهران کې د اسرائیل په برید کې وژل شوی و.محمدباقر ذوالقدر، چې د سپاه پاسداران له پخوانیو قومندانانو څخه دی، د دې پوځي بنسټ له لومړنیو غړو څخه هم شمېرل کېږي.