د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د ولسمشرټرمپ ګواښ او پر ایران او حزب الله د اسراییل د بریدونو دوام
د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د سخت ګواښ د ضرب الاجل په نږدې کېدو سره، د اسراییل پوځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ایران او حزب الله پر وړاندې به جګړې څواونۍ نور هم دوام وکړي.
د پوځ ویاند، جنرال ایفي ډفرین، د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه وویل: "د اسراییل وګړو، موږ د ایران او حزب الله پر وړاندې د جګړې نورې څو اونۍ هم مخې ته لرو." هغه زیاته کړه: "د هرې ورځې په تیریدو سره، موږ(تهران کې) ترهګر رژیم لا ډېر کمزوری کوو. موږ به اجازه ورنه کړو چې دا رژیم یا د هغه ملاتړي د اسراییل وګړي یا د اسراییل د دولت موجودیت وګواښي."
ډفرین همدارنګه وویل چې په لبنان کې د حزب الله پر وړاندې ځمکنۍ عملیات به په راتلونکې اونۍ کې لا زیات شدت ومومي.
په همدې حال کې تهران ته د ولسمشرټرمپ ضرب الاجل په څو ساعتونو کې پای ته رسیږي. ټرمپ د مارچ په ۲۱مه د واشنګټن پر وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په اعلان کړي ضرب الاجل کې له تهران څخه وغوښتل چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې د هرمز تنګی “په بشپړه توګه پرانیزي”، که نه نو له سختو پایلو سره به مخ شي. ټرمپ ګواښ کړی چې که تهران په دې موده کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه پراننیزي نو د امریکا متحده ایالات به د دوی بېلابېل برېښناکوټونه په نښه او له منځه یوسي. دا اقدام په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په لړ کې چې له مخکې له کنټروله د وتلو له ګواښ سره مخامخ ده، د کړکېچ لوی زیاتوالی بلل کېږي.