څو هیوادونو په هرمز تنګي کې د بېړیړو د تګ راتګ ساتنې ته چمتووالی وښود
څو اروپايي هېوادونو له جاپان او کاناډا سره په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی چمتو دي د کښتیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د هرمز تنګې په ساتنه کې برخه واخلي او د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره ګامونه پورته کړي.
په دې اعلامیه کې چې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او هالنډ له خوا خپره شوې، پر سوداګریزو کښتیو او ملکي زیربناوو—په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو پر تاسیساتو د ایران وروستي بریدونه غندل شوي او د دې مهمې لارې د «عملي بندېدو» په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ چمتو یو چې د مناسبې همکارۍ له لارې د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره برخه واخلو، او د هغو هېوادونو د ژمنتیا هرکلی کوو چې لومړني پلانونه جوړوي. همدارنګه، موږ به د ملګرو ملتونو او نړیوالو مالي بنسټونو له لارې د هغو هېوادونو ملاتړ وکړو چې ډېر زیانمن شوي.»
دغو هېوادونو له ایران څخه وغوښتل چې د بېپیلوټه الوتکو او توغندو بریدونه، د ماینونو ښخول او هر ډول هڅې چې دا حیاتي سمندري لار بندوي، سمدستي ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.