طالبانو د «ناحقه نیونو د هیواد» په توګه د افغانستان پر اعلانېدو خواشیني وښوده
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د امریکا پر وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناحقه نیونو ملاتړی هېواد» بللی، خواشینۍ څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
د دې وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي نن (سېشنبې) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد وګړي د معاملې یا فشار لپاره نه نیول کېږي. د هغه په وینا، ځینې کسان د قانون د سرغړونې په تور نیول شوي، خو ډېری یې وروسته د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.
وزارت همدارنګه یادونه کړې چې په تېر یو کال کې دوی د ښه نیت د څرګندولو په توګه د ځینو امریکایي وګړو په اړه څو مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په خبرپاڼه کې د قطر رول هم ستایل شوی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې یې مرسته کړې ده. وزارت ټینګار کړی چې د اړیکو دوام او د ستونزو حل باید د ډیپلوماتیکو لارو او تعامل له لارې ترسره شي.
تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "غیر عادلانه توقیفونو ملاتړی په فهرست کې شامل کړل شوی دی.
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."
له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.