د خامنه يي مړینه لوی ګوزار دی، خو پوښتنه داده چې ایا مړینه به یې د ایران د مذهبي رژیم د ړنګیدو سبب شي؟
د ایران د ستر مشر آیت الله علي خامنه اي مړینه د ایران د مذهبي واکمنانو لپاره لویه ضربه بلل کېږي، خو کارپوهان وايي هېڅ تضمین نشته چې د هغه مړینه به د اسلامي جمهوریت د سقوط لامل شي.
که څه هم خامنه اي نږدې څلور لسیزې د ایران روحاني مشر او تر ټولو لوړ واکمن و، خو د دې هیواد مذهبي نظام داسې جوړ شوی چې د ستر مشر د مړینې په صورت کې د واک دوام یقیني کوي.
۸۶ کلن خامنه یي د فبرورۍ په ۲۸مه په پلازمېنه تهران کې پر خپل استوګنځي هغه مهال د هوايي برید په نتیجه کې ووژل شو، چې متحده ایالاتو او اسرائیل د ایران د پوځي او سیاسي مشرانو پر ضد هوايي بریدونه پیل کړي و.
اسرائیل مېشتي د ملي امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ د څېړنې غړی، ډني سیترینوویچ وایي: "که څه هم خامنه اي له څه باندې درې لسیزو د ایران سیاسي لوری ټاکلی، خو اسلامي جمهوریت یوازې پر یوه شخصیت ولاړ نظام نه دی."
کارپوهان وايي د ایران مذهبي واکمني، چې په ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې د چارو واګې په لاس کې لري، د سیاسي، پوځي او دیني بنسټونو له خوا ټینګه ساتل کېږي. دا هغه بنسټونه دي چې ریښې یې ژورې او د مشرتابه د بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړ شوي دي.
د مذهبي مشرانو تر مشرۍ لاندې د سیاسي جوړښت په دغو بنسټونو کې ځواکمن سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ګارډIRGC چې د هېواد په سیاست، پوځ او اقتصاد کې مهم رول لري او شورای نګهبان چې یو پیاوړی اساسي قانوني ارګان دی، شامل دي.
سیترینوویچ زیاته کړه: "تاریخ ښيي چې انقلابي نظامونه د بهرنیو بریدونو پر مهال د ټوټې کېدو پر ځای لا زیات متحد کېږي. دا انګېرنه چې د ستر مشر له منځه وړل به د نظام د سقوط لامل شي، تر ډېره یوازې اټکل دی. ښايي برعکس، د واکمنو ترمنځ لا زیات یووالی او سخت دریځ رامنځته کړي."
لنډمهاله مشرتابه
تمه ده چې د ایران پاتې مشران ژر تر ژره نوی ستر مشر وټاکي، ځکه دوی وېره لري چې د واک تشه به ټول مذهبي نظام بې ثباته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مارچ په لومړۍ نېټه الجزیرې ته وویل چې د خبرګانو شورا، چې د ستر مشر د ټاکلو او نظارت مسؤلیت لري، ښايي په راتلونکو څو ورځو کې نوی ستر مشر وټاکي.
تر هغې پورې به یوه لنډمهاله واکمنه شورا په رسمي ډول هېواد اداره کوي. په دې شورا کې ولسمشر مسعود پزشکیان، د قضایې قوې مشر غلامحسین محسني اژهاي، او د دیني بنسټونو لوړپوړی شخصیت علیرضا اعرافي شامل دي.
خو کارپوهان وايي چې په عملي توګه ایران دا مهال د ملي امنیت د سترې شورا (SNSC) له خوا اداره کېږي، چې د هېواد د پالیسۍ مهمه پرېکړه کوونکې اداره ده.
د IRGC پخوانی قوماندان او تجربه لرونکی سیاستوال علي لاریجاني د دې شورا مشري کوي. نوموړی چې د نظام دننه یو مهم کس او د خامنه اي وفادار بلل کېږي، د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې له اسراییل سره له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د واک د یوه مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی.
کارپوهان وايي بله څېره چې ښايي مخ پر زیاتېدونکی رول ولري، د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف دی. د دغو کارپوهانو په وینا هغه هم یو تجربه لرونکی سیاستوال او له IRGC سره تړاو لري.
د خامنه اي له وژلو وروسته، اوس تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې د هغه ځای ناستی به څوک وي.
د سترمشرد ټاکنې رسمي صلاحیت د خبرګانو شورا لري خو په حقیقت کې، په ځانګړي ډول د امریکا او اسرائیل د روانو بریدونو له امله رامنځته شوي ګواښ ته په کتو احتمال شته چې د ځای ناستي چارې به د لوړپوړو چارواکو د یوې کوچنۍ کړۍ له خوا اداره شي.
دا ټاکنه به وښيي چې ایران پرکوم لوري روان دی. د خامنه اي تر مشرتابه لاندې، ایران په نړیواله کچه پر یوه منزوي هېواد بدل شوی چې د خپلو خلکو پر ضد د زور د کارولو او له لوېدیځ سره د ژورې دښمنۍ نوم یې ګټلی دی.
په نیویارک کې مېشت د یورېشیا ګروپ د ایران شنونکی ګرېګوري برو وایي: "که د خامنه اي د نسل یو زوړ او سخت دریځه روحاني مشر راڅرګند شي، دا به څرګنده نښه وي چې نظام ځپنه دوه برابره او د رژیم اساس پیاوړی کیږي."
هغه زیاته کړه: "خو دا امکان هم شته چې داسې څوک وټاکل شي چې د منلو وړ بڼه ولري، یو ځوان کس، ښايي د اصلاح غوښتنې سابقه ولري تر څو دا پیغام ورکړل شي چې نوې پاڼه اړول کېږي."