د پاکستان پر ځینو سیمو د طالبانو ډرون بریدونه
د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړی چې نن غرمه یې د پاکستان ځینې پوځي اډې په هوايي حملو کې په نښه کړې دي.پاکستان ویلي دا ډرونونه یې شنډ کړي.له تېر ماښام دواړو یو بل ته د درنو مرګژوبلو اړولو ادعا کړې.پاکستان ادعا کړې چې ۱۳۳ طالب عسکر یې وژلي. طالبان ادعا لري چې ۵۵ پاکستاني پوځیان یې وژلي.نور جزییات د صفي الله ستانکزي په دغه رپوټ کې