د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر: وضعیت له نژدې څاري، امریکایان دې افغانستان ته سفر نه کوي
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ویلي " د طالبانو او پاکستان ترمنځ له رامنځته شوې جګړې خبر دي" او په خبره یې وضعیت له نژدې څاري.ډان براون چې دفتر یې په دوحه کې دی دا څرګندونې نن جمعه ( د کب ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه کړي دي.نوموړي امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په دغسې وضعیت کې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.د سفر د بندیز په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې د کورنۍ نارامۍ، جرمونو، ترهګرۍ ، توقیف او اختطاف خطرونه شته دي.پر امریکا سربیره د قطر، ایران، سعودي عربستان ، ترکیې او یوشمېر نورو هېوادونو چارواکو او ډيپلوماتانو له دواړو لورو د زغم او جوړجاړي غوښتنه کړې.