Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نازیانو د شاه کوټ سیمې اوسیدنکي؛ خلک ویریدلي او له خپلو کورونو وتلي دي

د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په شاه کوټ سیمه کې د طالب پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

دغې سرچینې سه شنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل،"نښته پاکستاني لورې پیل کړه چې د طالب ځواکونو له خوا پرې ځوابي ډزې وشوې".

د سرچینې په ټکو، نښته پایته رسیدلې او مرګژوبله نه لري.

بل پلو، د پاکستان د حکومت یو ویاند ادعا کوي چې طالب پوله ساتو په دوو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم یو ویاند مشرف زیدي پر خپله ایکس پاڼه سه شنبې ناوخته ولیکل،"په افغانستان کې د طالبانو رژیم د تورخم او تیرا په سیمو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بې دلیله ډزې کړي دي چې امنیتي ځواکونو کې يې سم د لاسه ځواب ورکړی دی".

د زیدي په ټکو، "په راتلونکې کې هر ډول پارونکي اقدام ته به سخت ځواب ورکړو".

د نازیانو د شاه کوټ په سیمه کې یو شمیر اوسیدنکو ازادي راډيو ته په رالیږلو پیغامونه کې ویلي چې خلک له نښتې وروسته ویریدلي او له خپلو مېنو نورو سیمو ته کډه شوي دي.

یو له دوی ازادي راډيو ته وویل،"په سرحدي پوستو ډزې کوي خو پوستې نه لګیږي او ګولۍ مستقیما د کلي منځ کې د خلکو په کورونو ورځي، خلک ټول کډه شوي او خپلې سیمې يې پرېښې دي، روژه ده، حالات داسې او په خلکو غریبي هم ده".

د طالب پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ دا نښته د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه ده، چې د تیرې یکشنبې په شپه پاکستاني جنګي الوتکو په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل.

دغو هوايي بریدونو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله واوړله.

د وژل شویو کسان له ډلې د څلورو کسانو جسدونه لا هم ترې تم دي.

په ننګرهار کې چارواکي وايي،"ښايي د ځینو قربانیانو جسدونه د بمي برید د ډیر فشار له کبله له منځه تللي وي".

غبرګونونه؛

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دغو بریدونو وروسته ویلي و،" موږ نه شو کولی چې ملکیان په نښه کړو، خو د پاکستان"جنایتکاره" پوځ په نښه کوو".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت بیا خبرداری ورکړی و چې په "مناسب وخت" کې به د پاکستان ځواب ورکړو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق بیا د دغه سازمان امنیت شورا ته د پاکستان له خوا د افغان ملکیانو په نښه کولو له کبله "رسمي شکایت" کړی و.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلې اسیا برخې دفتر د سه شنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره ویلي،"د پاکستان د رژیم دا ډول کړنه باید په خپلواکه توګه وڅیړل شي".

د دغه سازمان په ټکو، "دا لومړی ځل نه دی چې ملکي وګړي د زور له لارې اصلي قربانیان ګرځي".

د بښنې نړیوال سازمان د یوناما د تیرکال د اکټوبر او ديمسبر میاشتو ترمنځ د پاکستان په هوايي بریدونو کې د افغان ملکیانو د وژل کیدو ارقامو یادونه هم کړې ده.

د پاکستان د پوځ د تیرکال په هوايي بریدونو کې ۷۰ملکیان وژل او ۴۷۸ نور ټپیان شوي وو.

له دې سربیره یوناما، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېت او یو شمیر نورو نړیوال سازمانونو او د افغانستان دننه د تیر جمهوریت پرمهال یو شمیر چارواکو د پاکستان دغه هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د ملکیانو د وژل کیدو په اړه يې د بې پرې او خپلواکو څیړونو غوښتنه کړې ده.

خو د پاکستان حکومت بیا ادعا لري چې په دغو بریدونو کې يې د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اووه مرکزونه په نښه کړي او په لسګونو وسله وال يې وژلي دي.

پاکستان په افغانستان د طالبانو حکومت تورنوي چې په پاکستان کې بریدونه له افغان خاوري پلانیږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي، "هیچا ته اجازه نه ورکوو چې له افغان خاورې د ګاونډیو پر ضد کار واخلي".

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګتیا وروسته د سیاسي چارو یو شمیر شنونکی بیا په دې باور دي چې پاکستان دې په سیمه کې د ثبات ساتلو په موخه خپلو کورنیو پالیسو ته بدلون ورکړي.

له دې ډلې میرویس اشفته د سه شنبې په ورځ د (فبروري۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل،"د پاکستان موجوده سیاسي او اقتصادي ستونزې د دوی د سیاسي بې عدالتي څخه سرچینه اخلي، که دوی غواړي چې بدلون رامنځته شي نو کورني سیاست ته دې بدلون ورکړي او مسولیت دې په نور په ځانګړو توګه پر افغانانو نه باروي، که نه په سیمه کې به کړکیچ لا پسې زیات شي".

د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ د پاکستان له هوايي بریدونو مخکې، تیرکال د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالب پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ څو ځلې نښتې وشوي.

په وروستیو څلورو میاشتو کې د دغو جګړو او اړیکو ترینګتیا له کبله د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې او په پاکستان کې له میشت افغان کډوالو غوښتل شوي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.

یوازې په وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان حکومت په زرهاوو افغان کډوال په جبري توګه بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus