Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مجاهد؛ پر ننګرهار د بریدونو اصلي جنایت کاران چې پاکستاني پوځیان دي په نښه کوو

پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،"د دې بریدونو په ځواب کې به پاکستاني پوځیان په نښه کړو".

ښاغلي مجاهد دا خبره د یکشنبې په ورځ له اریانا نیوز سره په یوې مرکه کې کړې ده.

"یو څه باید واضح کړم، موږ نه شو کولی لکه څنګه چې پاکستاني پوځ ملکیان په نښه کړل، ملکیان په نښه کړو، موږ هیڅ کله دا کار نه کوو، خو موږ اصلي جنایت کاران چې پاکستاني پوځیان دي په نښه کوو، مخکې مو هم د دوی شل پوستې او ۵۸ پوځیان مو له منځه وړي وو او د درې پوځیان مو ورته اسیران کړي وو چې څو ورځې وړاندې خوشي شول".

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویلي و چې پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو ځواب به په مناسب وخت کې ورکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي،"په دغو هوايي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده".

بل پلو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،"په هوايي بریدونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې یو پټنځای په نښه کړل چې ۷ کسان په کې وژل شوي دي".

خو د طالبانو حکومت وايي چې په دغه هوايي بریدونو کې یوازې ملکیان په نښه او وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، "په بهسودو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور په کې ټپیان دي".

مصباح الله د دغې کورنۍ له خپلوانو څخه دی.

هغه فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، "هغه د شهاب الدین په نوم یو غریب او بیچاره کرونګر و، پاکستاني جټ الوتکې راغلې او دا ځای يې بمبار کړ، د هغه کور يې وران کړی او ښځې او ماشومان ورته ووژل".

بل پلو، د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي چې په دې بریدونو کې اته زده کوونکي هم وژل شوي دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په وژل کې پنځه هلکان او درې نجوني شاملې دي.

په اعلامیه کې راغلي،"د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې د مدرسې یو زده کوونکی ټپي شوی دی".

د ننګرهار پر بهسودو، خوګیاني او غني خیلو ولسوالیو د پاکستاني پوځ له بریدونو مخکې، اسلام اباد د باجوړ برید اړونده د طالبانو د حکومت شارژدافیر احضار کړی و.

د باجوړ په برید کې چې تیره اونۍ وشو، ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکي ادعا لري چې طالبانو د افغانستان دننه تحریک طالبان پاکستان یا (ټي ټي پي ) ته پناه ځایونه ورکړي، او د دوی په باور په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې طرحه کیږي.

اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي پر ضد اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت بیا په ځلونو په افغانستان کې د ټي ټي پي جنګیالو شتون رد کړی او ویلي دي چې دوی نه پریږدي د افغانستان خاوره د ګاونډیو پر ضد وکارول شي.

پاکستان له دې وړاندې په ځلونو د افغانستان پر ختیځو ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus