د هند د کرکټ ملي لوبډلې د ۶۱منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند وتوانیده پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي.دا لوبه چې د یکشنبې په ورځ د سریلانکا په کولمبو ښارکې وشوه، هند پاکستان ته په شلو اورونو کې د ۱۷۶منډو هدف ټاکلی وو.د پاکستانۍ لوبډلې په ۱۸اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۴منډې جوړې کړې.د هند پر وړاندې د پاکستان له ماتې وروسته دغه لوبډله اوس د جدول په دریم ځای کې ده.پاکستان مخکې د هند پر وړاندې له دې لوبې بایکاټ اعلان کړې و.له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه واره په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې مخ شوی چې ټولې یې ترې ګټلي دي.بل پل، په نړیوالو سترو لوبو کې د هند پر وړاندې دا د پاکستان څلوارلسمه ماتې وه.د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، پاکستان او هند ۱۷شل اوریزې لوبې کړي چې ۱۴ يې هند ګټلي دي.د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام بله لوبه د دوشنبې په ورځ د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ده.افغان ټیم خپلې دوې لومړنۍ لوبې په نیوزیلنډ او جنوبي افریقا بایللي دي.