د کریکټ نړیوال جام، ویست انډیز نیپال ته ماته ورکړه، ماښام تاریخي سیالان هند او پاکستان سره مخامخ کیږي
د کریکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې ویسټ انډیز نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۶مه) نیپال ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.ټاکل شوې ده چې ماسپښین مهال د امریکا او نمیبیا کرکټ لوبډلې سره مخامخ شي.د نن ورځې جالبه لوبه بیا د هند او پاکستان ترمنځ ده چې د کابل په وخت ماښام شپږ بجې پیلیږي.افغانستان به سبا، دوشنبه په خپله دریمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.افغانستان په خپلو وروستیو دوو لوبو کې سویلي افریقا او نیوزیلینډ ته لوبې بایللې دي.