د منځنۍ اسیا د تماس ډله سبا د افغانستان په اړه غونډه لري
د قزاقستان پلازمېنه استانه به سبا دوشنبه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې کوربنه وي.
د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان دغه ډيپلوماتان د افغانستان په اړه د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټولیږي او د بحث وړ مسایل یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه هېواد کې شته ننګونې دي.
د منځنۍ اسیا او افغانستان ګڼو رسنیو د سبانۍ غونډې په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه.
دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.