Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا له طالبانو د امریکايي یرغملو خلاصون غوښتی

امریکايي چارواکي ټینګار لري چې طالبان باید د امریکایانو هر ډول یرغمل نیونه پای ته ورسوي.
د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشرۍ ځانګړي استازي آدم بوهلر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دمګړۍ دوه امریکایان له طالبانو سره دي او دا امریکا ته د نه منلو نه ده.


ښاغلی بوهلر تېر ۲۰۲۵ کال دوه وار کابل ته تللی وو په مارچ او سپټمبر کې او هلته یې له لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره ولیدل.
د دغو دواړو سفرونو په نتیجه کې ځینې امریکایان د طالبانو له بنده خوشې شول خو لا هم د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۲ امریکایي اتباع د طالبانو په بند کې دي.
د طالبانو له خوا د امریکایانو د یرغمل موضوع باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د امریکا مرستیال استازې تمي بروس هم کلکې نیوکې وکړې. هغې وویل چې طالبان د امریکا او نورو هېوادونو په وړاندې په مذاکراتو کې د بندیانو مسله د فشار د یوې الې په توګه کاروي.
اغلې بروس ټینګار وکړ چې:


د امریکا د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد لوی رییس او د ولسمشر ټرمپ یوه مرستیال اسیستانت/دستیار سباستین ګورکا هم جمعه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي : "تر څو چې دینس کویل او محمود حبیبي کور ته نه وي راستانه شوي ارام نه کینو. "


اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون د شنبې په ورځ ادعا کړې چې په افغانستان کې نیول شویو امریکایي اتباعو قانوني سرغړونې درلودې او د ده په خبره د قوانینو له مخې نیول شوي.
د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې طالبان د دوی د ورور نیول ردوي خو دوی باوري دي چې محمود د طالبانو په بند کې دی.
"کوم معلومات چې موږ لرو دا دي چې دوی زموږ ورور تر څه وخت مخکې هم په کندهار کې ساته. او بله خبره دا ده چې طالبان د امریکا له حکومت څخه د رحیم په نوم د دوی د یو کس د خوشې کیدو غوښتنه کوي او د امریکا حکومت موږ ته ډاډ راکړی تر هغه وخته پورې طالبانو ته دا کس نه خوشې کوو تر څو چې زموږ ورور نه وي راخوشې شوی او که دوی غواړي د محمد رحیم د خوشې کیدو په اړه له موږ سره خبرې وکړي، نو باید ټول امریکایان خوشې کړي."
حبیبي هم تایید کړې چې د ده په ورور سربېره دوه نور امریکایان له طالبانو سره بندیان دي.
طالبانو له اول سره د افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي نیول رد کړي.
ځینو راپورونو کې بیا که څه هم د طالبانو په حواله د حبیبي برخلیک نامعلوم راپور شوی خو دوه نور امریکایان د دینس کولې او پولینسس جکسون په نوم یاد شوي.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لږ تر لږه پنځه امریکایان راین کوربیټ او ویلیم والاس مککینټي د خان محمد په بدل کې چې امریکا کې د مخدره موادو په تور زنداني وو خوشې کړي. جورج ګیلزمن، فې هال په تېر مارچ او امیر امیري هم په تېر سپټمبر کې د طالبانو له بنده خوشې شوي.
مجاهد مخکې نیویارک ټایمز ته ویلي وو چې دوی چمتو دي دوه امریکایي اتباع خوشې کړي خو هر ډول هوکړه کې باید په ګوانتانامو کې د بندي محمد رحیم برخلیک هم معلوم شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus