Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې پرښځو د محدودیتونو د سختولو خبره کړې

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل درې میاشتني راپورکې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پرښځو د محدودیتونو د سختولو خبر ورکړی دی.

یوناما په دغه راپورکې چې د یکشنبې په ورځ یې خپورکړ، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبرڅخه د ډسمبرترمیاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی.

یوناما وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو په ځینو ولایتونو کې ښځې عامه ځایونو ته له لاسرسي منع کړې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو محتسبینو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۳ ښځې د هرات په ۶۴ سړکې ښځې جمعه بازار ته له ننوتلو منع کړې او آن د ښځو د تیت و پرک کولو لپاره یې هوایي ډزې کړې دي.

د اکتوبر په ۶ د زابل ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلینو هغه ښځې ودرولې چې د ورزش لپاره د قدم وهلو په موخه وتلې وې او هغوی ته یې وویل چې نور د دې هدف لپاره له کوره مه وځئ.

د ډسمبر په اتمه، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف کسانو، چې د طالبانو پولیسو یې ملتیا کوله، د ټکسي موټرو او د ښاري بسونو چلوونکو ته امر وکړ چې بې له شرعي محرم دې ښځې نه سپروي.

د ډسمبر په ۲۷ هم محتسبین د کندهار ښار یوه مارکیټ ته ننوتل او دوکاندارانو ته یې وویل چې پرښځو دې توکي نه پلوري.

د ښځو د حقونو یوشمیرفعالانې وایي چې د طالبانو محتسبین هره ورځ له کوره بهر ښځې تلاشي کوي، پوښتنې ګروېږنې ترې کوي او د هغو محدودیتونو د پلي کېدو څارنه کوي چې دوی وضع کړي دي.

له دغو فعالانو یوې یې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي، په هرات کې د خپلو سترګو د لیدلي حال په اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ هره ورځ چې له کوره وتلو، یوازې له امر بالمعروف کسانو سره مخ کېدو. سره له دې چې بشپړ حجاب مو درلود، آن کله چې ټکری او او چادرنماز به مو اغوستی و، بیا به هم له محدودیت سره مخ کیدو او پوښتنې به یې کولې چې چېرته ځې؟ ستا محرم چېرته دی؟ او که محرم به دې درلود، بیا به یې درته ویل چې ولې دې ټکری نه دی اغوستی؟ یعنې نه یوازې یوه یا دوه ورځې، بلکې هره ورځ موږ د دغه وضعیت شاهد یو چې پنځه یا شپږ کسیزه ډله په بازار کې نجونو ته مزاحمت کوي."

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړیو کې پر ښځو او نجونو د چادري اغوستل اجباري کړل.

یوشمیر ښځو هغه مهال په هرات کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې بې له چادرۍ ښځې روغتیایي مرکزونو او دولتي ادارو ته د ننوتلو حق نه لري. دا موضوع یوناما هم په خپل تازه راپور کې یاده کړې ده.

د یوناما د راپور له مخې، د کندهار او ارزګان ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین له خبرتیا پرته روغتیایي مرکزونو ته تګ راتګ ته دوام ورکوي او موخه یې دا ده چې مسولین له لارښوونو خبرکړي چې له محرم پرته ښځینه کارکوونکې او مراجعین روغتیایي مرکزونو او روغتونونو ته له لاسرسي منع کړي.

یوناما په خپل راپور کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو نور محدودیتونه هم یاد کړي، لکه د کار او زده کړو محدودیتونه، د چادري اجباري کول، پر ښځینه سینګارځایونو بندیز، او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی.

د طالبانو حکومت د دې راپور تر خپرېدو پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي، په ځانګړي ډول د کار، زده کړو او ازادانه تګ راتګ په برخو کې.

دغه بندیزونه او محدودیتونه د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus