د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید
د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې د سلواغې یا دلوې شلمه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید.
د طالبانو د مالیې وزارت د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نیټه د درملو له واردوونکوغوښتي و چې تر ۱۹ ورځو پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد تصفیه کړي. مالیې وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې له پاکستانه واردیدونکي درمل د سلواغې له شلمې نیټې وروسته د هیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیره لړم میاشت کې په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د مالیې وزارت ته یې امرکړی چې له دریو میاشتو وروسته له پاکستانه درملو ته د واردیدو اجازه ورنکړي. هغه همدارنګه وویل چې افغان سوداګردرې میاشتې وخت لري چې له پاکستاني لوري سره خپل سوداګریز تړونونه پای ته ورسوي.
په افغانستان کې د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر یعقوب منګل د روانې سلواغې میاشتې په لومړیو کې ازادي راډیو ته وویل چې له دغه اعلان مخکې د افغانستان د اړتیا وړ ۶۰ سلنه درمل له پاکستانه واردیدل خو دوی هڅه کوي چې د درملو نیمګړتیاوې د هند، چین، بنګله دیش او مالیزیا څخه پوره کړي. په عین حال کې له پاکستانه د درملو پروارداتو د بندیز له اعلان وروسته په افغانستان کې د یوشمیر درملتونونو خاوندانو ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعلان په بازارونو کې د درملو د کموالي سبب شوی او هم ورسره د درملو بیې لوړې شوې دي.