Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ چې د کار په لټه یې د هلکانو کالي اغوستي وه، د نیول کېدو ویډیو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي

په افغانستان کې د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ چې د کار په لټه یې ځان د هلکانو په څېر جوړ کړی، ویډیو ګڼ غبرګونونه راپارولي. د بشري حقونو د فعالانو ټولنې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې دغه نجلۍ لا هم د طالبانو په بند کې ده او د ژر ترژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. دغه بنسټ ویلي د یوې نجلۍ ویډیو اخیستل او هغه په ټولنیزو رسنیو خپرول د رواني شکنجې او د انساني کرامت د نقض څرګنده بېلګه او په هیڅ حقوقي نظام کې د توجیه وړ نه ده.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د یوې ۱۳ کلنې افغانې نجلۍ چې هلکانو کالي یې اغوستي، د هغه ویډیو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې د دوی په خبره طالبانو خپره کړې ده.

د دغه بنسټ په خبره دا نجلۍ لا هم د طالبانو په بند کې ده، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په یوه اعلامیه کې چې یکشنبه د سلواغې په ۱۹ مه یې خپره کړې، ویلي چې دا نجلۍ د سختې بې وزلۍ او د خپلې کورنۍ د سرپرستۍ له امله اړه شوې چې د هلکانو کالي واغوندي او په یوه کافې کې کار وکړي.

د اعلامیې له مخې د یوې نجلۍ ویډیو اخیستل او هغه خپرول د رواني شکنجې او د انساني کرامت د نقض څرګنده بېلګه او په هیڅ حقوقي نظام کې د توجیه وړ نه ده.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې د دوی هر غړی د خلکو پر وړاندې هم د قاضي رول لوبوي او هم د سزا د پلی کوونکي خو د اعلامیې په خبره دغه ډول کړنې تر قانون پلې کولو ډېرې د تښتولو، یرغمل نیولو او وحشت فضا د رامنځته کولو بڼه لري.

دغه ویډیو چې له تېرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کیږي، پکښې یوه نجلۍ ښکاريږي چې ویښتان یې کوچني کړي، خولۍ یې پر سر ده او ځینو کسانو په یوه خونه کې کښېنولې ده او پوښتنې ورڅخه کوي چې ولې یې ځان د هلکانو په څېر جوړ کړی دی.

په دې ویډیو کې نجلۍ وايي د غور ولایت اصلي اوسېدونکې ده او د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې اوسي. له تېرو دریو کلونو راهیسي یې په یو کافې دوکان کې په میاشتني ډول له ۷ نیولې تر ۱۰ زره افغانیو په بدل کې کار کاوه.، ځکه په خبره یې یتمه ده او د مبجوریت له مخې یې ځان د هلکانو په څېر جوړ کړی چې خپلې کورنۍ ته نفقه وګټي.

خو د دغې ویدیو د ثبت نېټه، ځای او دا چې چا ثبت کړې او خپره کړې ده، څرګند نه دي او ازادي راډیو په خپلواک ډول په دې اړه هیڅ ډول معلومات نه شي تاییدولای.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو هم د دې ویډیو په اړه غبرګونونه ښودلي او د طالبانو له خوا د دې نجلۍ نیول او بیا یې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپرول د هر ډول انساني کرامت خلاف کړنه بللې ده.

ځینې ښځې وايي د دغه ډول ویډیو ګانو خپرول د دوی ترمنځ دومره بېره زیاتوي چې له کوره نه شي وتلی.

د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکې د څلورو ماشومانو مور چې په خبره یې مخکې یې په یو نادولتي اداره کې دنده درلوده وايي اوس د طالبانو له بېرې له کوره نه شي وتلی.

دا چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"دا چې له موږ څخه د کار حق اخیستل شوی، زه اوس نه شم کولای چې حتا د خپلو اولادونو لپاره نفقه پیدا کړم. د دوی لومړنۍ اړتیاوې هم نه شم پوره کولای. د هغو ښځو لپاره چې کار او د زده کړو حق ورڅخه اخیستل شوی او د کورنۍ سرپرستانې دي، ډېره سخته ده. موږ اوس حتا له کوره له بېرې نه شو وتلی چې طالبان مو ونه نیسي."

د بلخ ولایت یوې اوسېدونکې چې دې هم مخکې دنده درلوده خو اوس پر کور ناسته ده، د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"دلته په بلخ کې موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. موږ کار روزګار ته نه پرېښودل کیږو. له همدې امله زموږ اقتصادي ستونزو ورځ تر بلې زیاتیږي. دوی ورځ تر بلې قیودات او محدودیتونه زیاتوي چې له امله یې خلک له لا نورې بې وزلۍ سره مخامخ کیږي. دلته د ښځو لپاره ژوند ډېر سخت شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته په یو شمېر دولتي او تقریبا ټولو نادولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز لګولی دی چې له امله یې ډیری هغه کورنۍ چې سرپرستانې یې ښځې وې، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز کورنۍ سختې بې وزله کړي او ډېر شمېر نجونې یې دې ته اړې کړي چې خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو مسولیت پر غاړه واخلي.

تر دې مخکې د بشري حقونو ګڼو نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د پراخې بې وزلۍ راپورونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي روان ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه ډېر کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus