اسلام آباد کې پر شیعه ګانو برید؛ ۳۱ کسان مړه او ۱۷۰ نور ټپیان دي
د جمعې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته نږدې د شیه ګانو یو جومات د یوه خونړي بمي برید هدف وګرځېد.تر ماښام مهاله د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د وژل کېدو او د ۱۷۰ نورو د ټپیانیدو خبر ورکړل شوی.اندېښنه شته چې د مرګژوبلو شمېر زیات وي.پولیسو ویلي د جمعې تر لمانځه وروسته په امام باړې سیمه کې دا برید چې ځانمرګې حمله وه ګڼ لمونځ کوونکي هدف وګرځول.د پاکستان صدراعظم شهبازشریف دا برید غندلی دی.چا له د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم ځانمرګی برید په "کلکه غندلی" دی.د دغه سفارت شارژدافېرې نیټلي بېکر پر اېکس په بیان کې ویلي چې د خپل حکومت له لوري په حمله کې د وژل شویو او ژوبلو له "کورنیو سره ژره خواخوږي" ښيي.دا په تېرو څو میاشتو کې په اسلام اباد کې دویمه لویه حمله ده. د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي ول.د هغه برید مسوولیت وسلوالې ډلې "جماعت الاحرار" منلی وو.