Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کابل کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د کاري ډلې غونډه

کابل چهارشنبه د سلواغې یا دلوې پنځلسمه د دوحې بهیر په چوکاټ کې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې د څلورمې ناستې کوربه و.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) په کوربتوب جوړه شوې دې غونډه کې، ګډونوالو د شته لاسته راوړنو پر خوندیتوب، بزګرانو ته د بدیلو معیشتي لارو په برابرولو، د روږدو په درملنه او په ټولنه کې یې پر بیا ادغام ټینګار وکړ.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه کې خپره کړې، راغلي چې د طالبانو حکومت استازو په دې غونډه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو کر نږدې صفر ته راکم شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو حکومت د دوحې بهیر په چوکاټ کې په کابل کې د مخدرو مواردو پر ضد د کاري ډلې په څلورمه غونډه کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د مصنوعي مخدرو توکو لومړنۍ سرچینې د افغانستان له پولو بهر دي، او که مخه یې و نه نیول شي، نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او نړۍ به ترې زیانمن شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو د استازو ترڅنګ، د یوناما، د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د اروپایي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو او دغه شان د څو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو او کارپوهانو هم په حضوري او مجازي ډول په دې غونډه کې ګډون کړی و.

اعلامیه کې زیاته شوې چې یو شمېر هېوادونو او سازمانونو په دې برخه کې د مرستې ژمنې کړي او د دوحې بهیر په چوکاټ کې او هم په دوه‌ اړخیز ډول یې د همغږۍ او تعامل د زیاتوالي وړاندیزونه مطرح کړي ډي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) چې د دوحې بهیر په چوکاټ کې د مخدرو موادو پر ضد د کاري ډلې د څلورمې غونډې د کوربه په توګه یاد شوی، تر اوسه د دې غونډې د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې نشه يي توکو دوامداره مهار به، د عرضې او تقاضا په برخه کې د یوې هراړخیزې سیمه‌ ییزې او د پراخې ستراتیژۍ له جوړولو او پلي کولو پرته ناشونې وي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د معینیت د تحلیل او سروۍ پخواني ریس سید نجیب الله احمدي ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه د مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې هیڅ ډول سیمه ییزه ستراتیژي نه ده رامنځته شوې، څو ځلي دغه ډول پڼځه اړخیزې او اته اړخیزې ناستې وشوې او بحثونه وشول خو هر څه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شول ، ټول فوکس په عرضه باندې وو، دا چې په افغانستان کې مواد چاقاق کیږي، کوکنار کرل کیږي او تریاک ترلاسه کیږي خو هیڅکله په دې فکر ونه شو چې څنګه یې د غوښتنې مخه ونیول شي؟"

نوموړی وویل، چاي د نشه‌يي توکو پر وړاندې دوامداره مبارزه یوازې په امنیتي اقداماتو سره ممکنه نه ده او باید د دې ستونزې اقتصادي، روغتیايي او ټولنیزو اړخونو ته هم پام وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخدرو موادو او جرایمو په وړاندې دملګرو ملتونو دمبارزې دفتر (UNODC) د روانې دلوې په ۱۲مه په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان کې له مصنوعي مخدرو موادو او د طبي درملو څخه د ناوړه استفادې ترڅنګ ، دودیز مخدر موادهم ډیر کارول کیږي.

په راپور کې راغلي وو سره له دې چې د طالبانو حکومت د ګڼ شمیر روږدو د علاج خبره کوي خو د دغه دفتر موندنې ښيي چې د اعتیاد د علاج دوه برخې مرکزونه یواځې دنارینه معتادانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي. او په ۳۲ ولایتونو کې ددغو مرکزونو یواځی ۱۷ سلنه د ښځینه معتادانو علاج کوي.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راپور رد کړ او د دلوې په ۱۳مه یې په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیويي بیان کې ادعا وکړه چې د (UNODC) دغه راپور دیوې زړې سروې پر بنسټ چمتو شوی.

د طالبانو مشرملا هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د کوکنارو کرل او د تریاکو تولید او قاچاق منع کړل.

خو د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل هغه رپوټ کې چې د سږ کال په لړم میاشت کې یې خپور کړ وویل چې له دغه بندیز وروسته په افغانستان کې د ترکیبي مخدرو موادو ، په ځانګړي ډول د متامفتامین تولید او قاچاق زیات شوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus