طالبانو په افغانستان کې د مصنوعي نشه اي مواد زیاتیدو ته اندیښنه ښکاره کړه
په کابل کې نن د دوحې پروسیې تر چتر لاندې د نشه اي موادو پر وړاندې د مبارزې غونډه ترسره شوه.
دا غونډه د یوناما په کوربتوب په حضوري او انلاین بڼه جوړه شوې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د دوی د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغیتا وزارتونو د استازیو ترڅنګ د یوناما، د ملګرو ملتو د یوشمیر نورو ادارو، نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان استازیو او په افغانستان کې یو شمیر بهرنیو دیپلوماتانو برخه اخیستې وه.
د خبرپاڼې له مخې طالبانو د مصنوعي نشه اي موادو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې موادو سرچینې د افغانستان له پولو دباندې دي او که یې مخه ونه نیول شي نه یوازې افغانستان بلکه سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.
د ملګرو ملتو د مخدر موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې دفتر درې ورځې مخکې په خپل راپور کې په افغانستان کې د مصنوعي نشه اي موادو لکه ټابلیټ کا او میتامفیتامین زیاتیدو ته اندیښنه څرګنده کړې وه.