ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) وايي په افغانستان کې د راستنو شویو ماشومانو د خوندیتوب په تړاو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې بې ځایه کېدل، بې وزلي، او له ګاونډیو هېوادونو نه په پراخه کچه د کډوالو ستنېدل ماشومان له جدي خطرونو سره مخ کوي.