Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سړه هوا او سخت ورښتونه؛ د کندهار ـ ازرګان، غزني، غور او یو شمیر نورو ولایتونو مواصلاتي لارې تړلي دي

پرله پسې واورو او بارانونو د سالنګ لویه لارې له تړلی کیدو وروسته د کندهار ـ ازرګان، غزني، غور او یو شمیر نورو ولایتونو مواصلاتي لارې تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، که څه هم د دې لارو د پاکیدو چارې په چټکۍ روانې دي، خو مسافرین دې په دې لارو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

بل پلو، یو شمیر عام افغانان بیا د ژمې له سړې هوا او په افغانستان له روان بشري بحرانه سر ټکوي.

"هوا ډیره ککړه ده، د خلکو غربت ډیر زیات دی، ځانته حیران یو چې څه وکړو او څنګه مو وړو ته نفقه پیدا کړو، په دې کې مو ماشومان هم مریضان شي"

د ننګرهار ولایت اوسیدنکی محمد خاطر دی، وايي، د ژمې له سړې هوا او بېوزلۍ په تنګ راغلی.

هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل،" زه خپله ناروغ یم، ماشومانو ته مې نفقه ګټلی نشم، په دې کې چې داکټر ته لاړ شو دوه درې سوه فیس هم راڅخه غواړي او ورسره د زرو یا یونیم زرو نسخه هم راته ولیکي، موږ سره ټولې جیب کې پنځه سوه روپۍ نه وي او داکټر دوه زره یا اتلس سوه روپۍ غواړي، نو حالات ډیر سخت دي، خلک ډير بیوزله دي".

بل پلو، د کابل اوسیدنکی ثریا ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، د واورې له کبله تګ راتګ ستونزمن شوي او د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.

د هغې په ټکو،" په لارو او سړکونو کې واورې دي، ډیرو سیمو ته موټر نه ځي ځکه موټروانان ویره لري چې ټکر ونه کړي نو خلک له یو ځای څخه بل ځای ته په تګ راتګ کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي".

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لوې لارې د بندیدو سربیره، د کندهار ـ ارزګان، غزني، غور او یو شمیر نورو لایتونو لارې د شدیدو واورې او بارانونو له کبله تړلی شوي دي.

د دې وزارت ویاند محمد اشراف حق شناس د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) پر اکس پاڼه لیکلي،" څلورمه پرله پسې ورځ ده چې سالنګ لویه لار تړلې ده، له دې سربیره د کندهار ـ ارزګان، غزني او غور ولایتونو نښلونکې مسیرونه د شدیدو وروښتونو له کبله تړل شوي دي".

د دې وزارت ویاند له خلکو غوښتي چې په دې مسیرونو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت وړاندې ویلي چې د لویو لارو څخه د واورو د پاکیدو چارې په چټکۍ روانې دي.

بل پلو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره خبرداری ورکړی چې د همدې روانې اونۍ تر چهارشنبې ورځې د افغانستان د خیتځ سربیره په ډیر شمیر سیمو کې د واورې او بارانونو احتمال شته.

دغې ادارې د یوې خبرتیا په خپرولو سره په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار، بامیان، غزنی، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا، خوست، کنر، لغمان او نورستان ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو اټکل کړی دی.

له څو ورځو راهیسې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې شدیدو واورو او بارانونو خلکو ته د ځاني تلفاتو سربیره، مالي تاوانونه هم رسولي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د جنوري په ۲۴مه اعلان کړی وو چې دغه شدیدو وروښتونو په بیلابیلو ولایتونو کې ۶۱کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپیان کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus