Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د انرژۍ ژور کړکیچ؛ افغانان لا هم د عادي ژوند لپاره کافي برېښنا نه لري

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ( یو، این، ډي، پي ) ویلي، افغانستان په سیمه کې د انرژې له پلوه له ترټولو نا امنه سیمو شمېرل کیږي.

د افغانستان لپاره د ( یو، این، ډي، پي ) د اقتصاد د برخې کارپوه، محمد نسیم عطایي، په یو ویډیويي بیان کې چې چهارشنبه د جنورۍ ۲۱مه یې په اېکس پاڼه خپور کړی ویلي له ۲۰۲۰ کال راپدېخوا په افغانستان کې د برېښنا ټولیز لګښت له ۱۰۰ سلنې زیات شوی، خو دا کچه بیا هم د هغه اندازې سره نږدې نه ده چې هیواد د عادي او معیاري ژوند لپاره ورته اړتیا لري.

نوموړي ویلي چې د نفوس د زیاتېدو، د کاروبارونو د پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو د ډېرېدو له امله، په دې هېواد کې د برېښنا اړتیا په پرله‌پسې ډول لوړېږي.

"افغانستان په سیمه کې د انرژۍ د ناامنۍ له تر ټولو لویو کړکېچونو سره مخ دی،که د دې هېواد تولیدېدونکې انرژي له مصرفېدونکې انرژۍ سره پرتله کړو، نو د دواړو ترمنځ ډېر لوی توپیر لیدل کېږي. "

په همدې حال کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي او کاروباریان وايي د برښنا دوامداره نه موجودیت د دوی ورځنی ژوند او کاري فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار د اومې ناحیې اوسېدونکې شیبا ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه موږ د ورځې یوازې دوه ساعته او د شپې درې ساعته برېښنا لرو، هغه هم په داسې وخت کې راځي چې سمه او پوره ګټه ترې نه شو اخیستلی، د کابل خلک، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، برېښنا ته ډېره اړتیا لري تر څو خپل کورونه پرې ګرم کړي، خو له بده مرغه په ژمي کې کافي برېښنا نشته. "

د همدې ښار د دهبوري په سیمه کې د نجارۍ د یوې کارخونې مسئول چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل د برښنا کمښت یې کاروبار له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

"د برښنا نه موجودیت زموږ لپاره ډېر تاواني دی، ځکه زموږ اتیا سلنه کار په برښنا ولاړ دی، په ورځ کې یوازې تر یو نیم ساعت برښنا لرو نور له جنراتور څخه ګټه اخلو، خو د تیلو لګښت یې ډېر زیات دی، چې برښنا نه وي زموږ کار هم نه وي. "

په شمالي ولایت جوزجان کې د یو سوپرمارکیټ یوه مسول چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، د برښنا د برابرولو لپاره له جنراتور ګټه اخلي خو لګښت یې ډېر دی.

نوموړي وویل: " کوم کسان چې زموږ غوندې لوی دوکانونه یا هم د کلچو د جوړولو کارخونې لري، برښنا ته ډېره اړتیا لري، خو د برښنا د نه موجودیت له امله ټول یا له لمریزې انرژۍ او یا هم له جنراتور ګټه اخلو خو تیل ډېر مصرفیږي، چې برښنا نه وي زموږ لګښتونه زیاتیږي. "

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو چې په کلیوالو سیمو کې برېښنا ته محدود لاسرسی او پر وارداتو پراخه تکیه د افغانستان د انرژۍ د ځان‌بسیاینې پر وړاندې لوی خنډونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته د برښنا د بیلابیلو پروژو د پرانستې او عملي کېدو خبرونه ورکول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بربښنا شرکت د روانې جنورۍ په ۱۷ مه اعلان وکړو چې د برېښنا پر وارداتو د تکیې د کمولو او د کورني تولید د زیاتولو لپاره یې، د روان لمریز کال په ترڅ کې د ۹۴۰۷ مېګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت، له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره تړونونه او تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د دې شرکت د پلان رئیس، محمد ناصر احمدي، ویلي وو چې دغه پروژې د بېلابېلو سرچینو، لکه طبیعي ګاز، حرارتي انرژۍ او ډبرو سکرو له لارې د برېښنا تولید رانغاړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه تأمینېږي، چې دې چارې افغانستان د برښنا د پرې کېدو او کمېدو پر وړاندې زیان‌ګالی ګرځولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) تېر کال ویلي وو چې په افغانستان کې د برښنا بیا بیا پرې کیدو د خلکو ورځني ژوند ګډوډ کړی او اقتصادي فعالیتونه یې محدود کړي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی و چې په ټول افغانستان کې کورنۍ هره ورځ د برښنا پرې کیدو سره مخ دي، چې د اوږدمهاله او دوامداره حل لارو لپاره بیړنۍ اړتیا ښیي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus