Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ۷ جي هیوادونو استازو ټولګډونه حکومت د افغانستان لپاره د بري راز وباله

د جی۷+ هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان لپاره د یو ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان د بریالیتوب اساسي شرط بللی دی.

په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱مه نېټه، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه، راغلي چې دوی له افغانستان څخه د دوامدارې ترهګرۍ د ګواښونو او د سرحدونو هاخوا د کډوالۍ له امنیتي ننګونو اندېښنه ښودلې او د سیمې له لوبغاړو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دغه دوه ورځنۍ ناسته د سپتمبر په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې او له ۱۲ څخه د زیاتو نورو هېوادونو د استازو په ګډون په لندن کې ترسره شوې وه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو استازو له خوا د طالبانو محدودیتونه پر زده‌کړو، کار، روغتیایي خدماتو او د ښځینه کارکوونکو د ننوتو پر بندیز د ملګرو ملتونو دفترونو ته، د افغانانو د اساسي حقونو ښکاره نقض بلل شوی دی.

د جی۷+ هېوادونو استازو یو ځل بیا د افغانستان له خلکو سره د بشري، اقتصادي او سیاسي ستونزو پر وړاندې د ملاتړ ژمنه تازه کړې ده.

اعلامیه همدارنګه د سپتمبر د میاشتې ویجاړونکي زلزله په ختیځ افغانستان کې، د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدنه او د ژمي تر رارسېدو مخکې د منابعو برابرولو اړتیا یادونه کړې او د نړیوالو مالي بنسټونو لکه د نړیوال بانک او د اسیايي پرمختیايي بانک پر رول یې د بنسټیزو خدماتو په ساتنه کې ټینګار کړی دی.

استازو له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره د رښتینې او رغنده اړیکې لپاره زیاته لیوالتیا وښيي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې مرستیالې جورجیت ګاګنون، او په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرستې، په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې او څو میاشتې وروسته یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ وتړلې.

د طالبانو په کابینه کې هېڅ ښځه برخه نه لري او ټول غړي یې په همدې ډلې پورې تړلي کسان دي.

طالبانو تر اوسه د جی۷+ استازو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus