Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقي ملي انستیتوت هنرمندان په کاناډا کې څوکنسرټونه ورکوي

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت ځوان هنرمندان د تورنتو په ستیجونو هنري پرګرامونه اجر کوي.

د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست پنجشنبه د اکتوبر په دوهمه ازادي راډیو ته وویل، د دوی د ځوانانو ارکستر به په څو ورځو کې کاناډا ته سفر وکړي او په تورتنو کې په یوه فیستیوال کې پر ګډون سربیره به څو کنسرتونو هم ورکړي." په یو فیستیوال کې د ګډون لپاره کاناډا ته ځي او له دغه لوی کنسرت نه سربیره چې په اوومه نېټه یې لرو، مونږ په ځینو پوهنتونونو او ښوونځیو کې هم خپل پروګرامونه لرو چې په ټوله کې به په کاناډا کې څلور کنسرتونه ولرو. "

د نوموړي په خبره د دې هنري ډلې په ترکیب کې ۵۵ سندرغاړي او موسیقي غږونکي هم نجونې او هلکان شامل دي.

ښاغلي سرمت زیاته کړه چې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت هنرمندانو سږ کال د پرتګال په څو ښارونو کې پر کنسرتونو سربیره د جرمني په برلین کې هم د موسیقۍ په یو فیستیوال کې ګډون کړی دی.

په ورته وخت کې په کاناډ کې میشت یو شمیر افغانان وايي، سخت ورته په شوق کې دي او خامخا به دې هنري پروګرامونو کې ګډون کوي.

له دې ډلې په تورنتو کې میشتې سورې او دوست محمد ازادي راډیو ته وویل: " ډیره خوشحاله یم چې د افغانستان د موسیقۍ د ښوونځي هنرمندان دلته کنسرت ته راځي، زه او د کورنۍ غړي مو ټول د دې کنسرت لیدو ته ورځو."

" د افغانستان د موسیقۍ د ډلې له راتلو خبر شوو، ډیر په تمه وو، زه او دوستان مې خبر شوو، نو ټکټونه به واخلو او لیدو ته به ورشو."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت هنرمندان په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ۲۰۲۱ کال له افغانستان ووتل او پرتګال ته ولېږدول شول.

هلته یې په جلا وطنۍ کې خپل فعالیتونو پیل کړل.

د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست ازادي راډیو ته وویل چې دوی په تېرو څو کلونو کې په بیلا بیلو اروپايي هیوادونو، لندن او د امریکا په متحده ایالاتو کې په هنری پروګرامونو کې ګډون کړی او کنسرتونو یې ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په موسیقی غږولو او ان اورېدلو بندیز لګولی دی، دوی موسیقي حرام ګني، له همدې امله د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د هنرمندانو په ګډون ګڼ شمیر سندرغاړي او موسیقي غږونکي له خپل هیواد را وتلي او د ګاونديو په ګډون یې په بېلابیلو هیوادونو کې اړولي دي، چې اوس په ایران او پاکستان کې یو شمیر د ایستلو د ګواښ تر څنګ له ګڼو نورو جدي ستونزو سره هم مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus