اسلام اباد ته د متقي سفر د ( تخنیکي ستونزو) له کبله ځنډیدلی
پاکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي سفر ځنډیدلی دی.په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهرخان د پاکستاني سرچینو په حواله ویلي چې دغه سفر " د تخنیکي ستونزو له کبله" ځنډول شوی.دوی ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا متقي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.د دواړو خواوو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.ټاکل شوې وه چې متقي د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر نن دوشنبه اسلام اباد ته ولاړ شي او له صدر اعظم شهباز شریف او نورو چارواکو سره وګوري.متقي د جولای میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې د اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پاکستان ته سفر کوي.