Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نصیر احمدفایق؛ په تیرو څلورو کلونو کې افغان ښځو د پرمختګ په ځای شاتګ کړی دی

په جینیوا کې د افغانستان دایمي استازولي وايي، د مدني ټولنې د بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو، رسنیو، نړیوالو ادارو او عیني شاهدانو څخه راټول شوي معلومات د "پام وړ پرمختګ" په اړه د طالب چارواکو د ادعاو بشپړ مخالف انځور وړاندې کوي.

نن سې شنبه د جون په ۲۴ مه د ملګرو ملتونو د ښځو په وړاندې د تبعیض د لمنځه وړلو کمېټې ته دغه استازولۍ په خپل څلورم دوره یې راپور کې کې وویل چې پر افغانستان د طالبانو واکمني د ښځو د حقونو په برخه کې یو جدي په شاتګ و او اوسنی وضعیت د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو له حقونو بې ساری نقض څرګندوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد اندیشه د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د ښځو او نجونو په ژوند کې د بنسټیز بدلون لپاره د یو رښتیني او تلپاتې بدلون وخت راغلی.

"زموږ د وروستي راپور له مخې موږ له بده مرغه په افغانستان کې د څلورو کلونو پرمختګ پر ځای د څلورو کلونو په شاتګ او د ښځو او نجونو د حقونو د نقض شاهدان یو، له بده مرغه دا پروسه سرچپه شوې، ، او بد بختانه چې په افغانستان کې له هر پرمختګ وروسته لوری بدل شوی دی."

نوموړي وویل دا راپور د افغانستان دننه او دغه شان د افغان کډوالو میرمنو د لید لورو او تجربو له مخې بشپړ شوی او دا وړاندیزونه د دې لپاره شوي چې د کمېټې وروستي مشاهدات جوړ کړي او د نړیوالې ټولنې د ګټور اقدام لپاره د لارې یوه نقشه برابره کړي څو د افغان ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ وشي.

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د کمېټې په ۹۱ یمه دوره یې غونډه کې یو شمېر سیاسي څېرو او د بشري حقونو فعالانو هم ګډون کړی وو.

د بشري حقونو فعالې او د دې غونډې یوې ګډونوالې بنفشې یعقوبي ازادي راډيو ته وویل، دوی ټینګار کړی چې افغان ښځې باید په ټولو راتلونکو پروسو کې په معنا لرونکي ډول ګډون ولري، ځکه په خبره یې په بیلابیلو برخو کې د ښځو محرومیت پر افغان ټولنې اوږد مهاله منفي اغیز کوي.

"له بده مرغه کوم شاه تګ چې افغان میرمنو کړی پرې بحثونه وشول او له نورو هیوادونو د نړیوالې ټولنې او دغه شان په افغانستان کې له اوسني حاکم نظام زموږ غوښتنه داده چې د افغانستان نیمايي نفوس چې میرمني دي موږ نه شو کولای د دوی د محرومولو ، ګوښه کولو او له پامه غورځولو سره مخته ولاړ شو."

د یادونې ده د ښځو په وړاندې د هر شان تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون غړي هیوادونه مکلف دي چې هر څلور کاله وروسته دغه کنوانسیون ته راپور ورکړي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د لمنځه وړلو په برخه کې یې خپلې ژمنې څومره عملي کړي دي.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې له دې کنوانسیون سره یوځای شو او نن یې خپل څلورم دوره یې راپور دغه کمېټې ته وړاندې کړو.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې چې پرون دوشنبه د جون ۲۳ مه یې خپره کړې له هېوادونو غوښتي چې د نړیوال جزایي محکمې له پلټنو ملاتړ وکړي، د بشري حقونو د نقض په اړه یو خپلواک د حساب ورکولو مېکانېزم جوړ او د جنسیت پر بنسټ توپیر یا جنسیتي اپارتاید د بشریت پر ضد د یو جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.

دغه سازمان اعلان کړی چې د دوی راپورونو په پراخه توګه په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ضد د بشري حقونو د نقض موارد ثبت او مستند کړي دي.

په اعلامیه کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، په عمومي ځایونو کې د ښځو په ګرځېدو او له محرم پرته د سفر کولو او په غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار محدودیتونو ته اشاره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر ښځو د زده کړو او کار په ګډون پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.

د جون په ۲۳ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د دې سازمان د ښځو د برخې مسولې سیما باهوس وویل چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه لا شدید شوي او اوس مهال په سلو کې ۷۸ ښځې او نجونې د زده کړو په ګډون د کار او نورو حقونو څخه بې برخې دي چې دا د افغانستان په راتلونکې ناوړه اغېز لري

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus