د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل، د روسیې په ګډون به د متحد ایالتونو مخالفین خوشاله شوي وای که چیرته امریکایي ځواکونه د شلو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شوي وای.
د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د دې غونډې پرمهال د کابل په هوایي ډګر کې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په میاشت کې د چاودنې پرمهال د دیارلس امریکایي سرتیرو د وژلو او د هغو زرګونو افغانانو د غیر منظم ایستلو لپاره چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کاوه د ولسشمر بایډن اداره تورنه کړه، ده ښاغلی بلینکین مخاطب کړ او ویې ویل: " تاسو د سقوط په برخه کې د خپل پروسونل خبرداری له پامه غورځولی و ".
د دې په ځواب کې بلینکین وویل، هر امریکایی چې غوښتل یې له افغانستانه ووځي هغه ته فرصت برابر شو او په زرګونو افغانان د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې ځای پرځای شول همداراز واشنګتن اوس هم د پاتې افغانانو د ځای پرځای کولو لپاره ژمن دی.
ښاغلي بلینکین بیا د دوحې د تړون په اړه غونډې ته وضاحت ورکړ او ویې ویل،
"د افغانانو ترمنځ خبرې، د دې خبرو په ترڅ کې اوربند او د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې نقشه او د تړون پر مهال موږ دا ژمنه وکړه چې له افغانستانه د مې په یو دیرشمه نیټه ووځو او د طالبانو پنځه زره زندانیان به خوشي کیږي ".
د استازیو جرګې یوه غړي تر دې خبرو وروسته وویل، "د دې پنځه زره کسانو په منځ کې ترهګر وو، جګړه مار وو او هغه کسان وو چې بیرته د جګړې ډګر ته ستنیدل چې د افغان حکومت پرضد جګړه وکړي د هغه حکومت پرضد چې موږ یې ملاتړ کاوه ".
بلینکین یې په ځواب کې وویل چې هو همداسې و، خو کله چې بیا له بلینکین څخه پوښتنه وشوه چې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت استازي وو؟
بلینکین ځواب ورکړ چې نه وو. د استازیو جرګې یوه غړي په لږ لوړ غږ وویل چې ولې د هغه حکومت استازي په دې خبرو کې نه وو چې موږ یې ملاتړ کاوه؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې سوال په ځواب کې وویل:
"دې سوال ته ځواب نه شم ورکولی، هغه وخت زه هلته نه وم ".
له ښاغلي بلینکین څخه بیرته دا پوښتنه وشوه چې د افغان حکومت راتلونکې مو له خطر سره نه وه مخامخ کړې؟
ده دا خبره تایید کړه او د امریکا د مرکزي قومانداني« سنټکام» د پخواني قوماندان جنرال فرانک مککنزي تیرو خبرو ته یې اشاره وکړه او ویې ویل:
"همداسې ده، جنرال مککنزي دې ټکي ته په خپله استعماعیه غونډه کې اشاره کړې وه چې د دوحې تړون د اعتماد جوړونې په برخه کې یو ناورین رامنځته کړ، همداراز د افغان حکومت د راتلونکې په اړه او تر یوه بریده د افغان امنیتي ځواکونو د خوندیتوب لپاره ".
د دوحې تړون د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد او د طالبانو په استازیتوب ملا عبدالغني بردار لاسلیک کړ. ښاغلي خلیلزاد اوس ویلي دي چې د ټرمپ له انتخابیدو سره د دوحې تړون د ټولو عناصرو عملي کیدو ته فرصت برابر شوی دی.
ټاکل شوې ده چې ډانالډ ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، ده د انتخاباتي کمپاین پرمهال ویلي و چې له هغو جګپوړیو مسوولینو به وغواړي چې استعفی وکړي چې له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو مسوولیت درلود.
ډیموکراتان ټینګار کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسوولیت تر ډيره د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په غاړه دی چې له طالبانو سره یې د سولې تړون وکړ.