د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو پر سرپرست وزیر پرونۍ چاودنه په کلکو ټکیو غندلې ده.
خلیل الرحمان حقاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د وزارت دننه د ځان مرګي برید په ترڅ کې ووژل شو. د دې چاودنې له امله شپږ تنه نور هم وژل شوې دي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا برید داعش کړی دی، خو تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نه دی اخیستی.
د اسلامي همکاریو د سازمان له لورې په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه ناوخته یې خپره کړه؛ راغلې دي چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی خو داسې بریدونه د امنیت په برخه کې اندیښنې پیدا کولی شي.
په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې په افغانستان کې باید داسې هڅې باید وشي چې د ناامنیو د جرړو د ایستلو سبب شي.