که څه هم په افغانستان کې پر بانکي خدماتو ځینې لګول شوي محدودیتونه لا هم پر خپل حال دي، خو یو شمېر افغانان وايي چې بانکونو یې د ژوند په چارو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
دوی د بانکونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې سپارښتنه وکړه چې په افغانستان کې بانکي خدمتونه دې لا پراخ او په دې برخه کې دې شته ستونزې حل شي.
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار د باختر په لېسه کې ښوونکې حسینا چې اوس یوازې له شپږم ټولګیو ښکته نجونو ته تدریس کوي، وايي میاشتنۍ تنخوا یې د بانک له لارې ترلاسه کوي.
نوموړې وايي، که څه هم تنخوا یې ډېره کمه ده، خو بیا هم دا چې د بانک له لارې ورکول کېږي پیسې یې خوندي دي.
هغې وویل: "زموږ معاشونه د بانک له لارې موږ ته راکول کېږي، که څه هم پخوا یې په رااخیستلو کې ځینې ستونزې وې، خو اوس کولای شو په اسانۍ خپل پیسې راواخلو، څومره مو چې پهکار وي هغه ترې اخلو او نورې پهکې پرېږدو، ځکه چې هلته خوندي وي، خو هیله مو دا ده چې دا ډول اسانیتاوې پراخې شي."
خو د کابل ښار اوسېدونکی وحیدالله بیا په افغانستان کې د بانکي ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم بانکونو په نړۍ کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو د افغانستان په بانکونو کې ډېرې ستونزې دي، هر وخت چې ورشو، ډېره ګڼه ګوڼه او بې نظمي پهکې وي، بله ستونزه دا ده چې ډېری وخت موږ ته وايي چې سیستم خراب دی، بل وخت راشئ بیا چې ورشو څومره پیسې چې موږ ته پهکار وي نه یې راکوي هغه کومې پیسې چې راکوي هم بیخي ډېرې پوښتنې کوي."
افغان سوداګر مخلص احمد وايي، بانکونو یې په چارو کې اسانتاوې رامنځته کړي، خو د بانکوالۍ پر وړاندې شته ننګونو د دوی پر چارو هم منفي اغېز پریښی دی.
نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په بانکونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه بیخي زیاته وي، موږ په ساعتونو او آن په ورځو د نوبت په تمه یو چې پیسې واخلو او یا یې هم ولېږو، له بده مرغه په کوم ډول چې زموږ هیله وه او ده د بانکونو خدمتونه داسې نه دي او چارې یې ټکنۍ شوي دي."
د بانکي چارو پوه او د افغانستان بانک پخوانی ویاند شریفالله شګیوال وايي، په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ د بانکونو اعتبار ته لوی زیان رسولی، خو بیا یې هم فعالیت د پام وړ دی.
هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې خلک په بانک باندې ډېر باور نه لري ځکه چې سیاسي ثبات نهشته او چې کله خلک په راتلونکې باور ونه لري نو څوک نه غواړي چې خپل امانتونه او یا پیسې په بانک کې وساتي نو دا یې لوی لامل دی چې په افغانستان کې د بانکې سکتور د لا پراختیا په برخه کې ډېر کار نه دی شوی، خو له دې ټولو سره سره یې بیا هم فعالیتونه یې اغېزمن او د پام وړ دي."
د ۲۰۲۱م په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه خلک د خپلو پیسو د ایستلو لپاره بانکونو ته ورمات شول، خو طالبانو د دې لپاره چې بانکونه له پیسو تش نه شي، له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره حدود وټاکل.
په پیل کې هیچا له خپل حسابه په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالرو زیاتې پیسې نه شوای ایستلی، وروسته یې دا اندازه په اوونۍ کې ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړه او بیا دغه کچه د وخت په تېرېدو په تدریجي ډول ۶ سوه ډالر او بیا ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوه.
د روان ۱۴۰۳ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې له دې وروسته انفرادي بانکي حساب لرونکي کولی شي په اوونۍ کې د اویا زره افغانیو پر ځای اوس یو لک او پنځوس زره افغانۍ او میاشت کې ۵ لکه افغانۍ واخلي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري د خلکو او سوداګرو د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو اقتصادي چارو چارو پوهان له ډلې بیا اذرخش حافظي بیا له یادې ستونزې د وتلو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تر هغې چې په نړیواله کچه زموږ محدیتونه لرې نهشي او افغانستان په فعاله توګه د نړۍ په بانکې سیستم کې ونډه ونه لري لویه پانګونه، د کانونو کېندنه او په ټوله کې د اقتصادي راکړې ورکړې لړۍ له ننګونو سره مخ کېږي، هیله لرو چې افغانستان یو مناسب سیاسي ثبات ته ورسېږي او افغانستان وکړای شي په نړۍ کې خپل ښه اقتصادي رول ولوبوي."
د یادونې ده چې په کابل کې د طا لبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه چې ډېره برخه یې د نیویارک د پانګو په فدرالي بانک او پاتې نوره د سویس په بانکونو کې ساتل کېږي.
نن د ډسمبر څلورمه نېټه د بانکونو نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹م کال کې د بې وزلۍ د لهمنځه وړلو، د نابرابریو د کمښت او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو څخه د مالي ملاتړ په هدف د ډسمبر څلورمه د بانکونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
د بانکي چارو یو شمېر پوهان وايي، په نړۍ کې د بانکونو د رامنځته کېدو وجودي فلسفه د پیسو له خوندي لېږد رالېږد وراخوا د هېوادونو د اقتصادي ودې او پرمختګ ته کار کول دي.
دوی وايي، د همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سوداګریز، صنعتي او د زراعت د پیاوړتیا او ودې لپاره او په ورته وخت کې د بېلابېلو برخو لپاره ځانګړې بانکونه جوړ شوي او دوی په اغېزمنه توګه فعالیت کوي.
په ویکيپیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بانکدارۍ د رسمي پیل څخه نږدي ۸۰ کاله تېرېږي او په هېواد کې د لومړني بانک د بنسټ ډبره د محمد ظاهر شاه د سلطنت په لومړي کال کې کېښودل شوه او په ورته وخت کې افغان ملي بانک په افغانستان کی تر ټولو بانکونو لومړنی بانک دی چې په ۱۹۳۳م کال کې جوړشوی دی.
په نړۍ کې د بانکدارۍ مخینه د بشري تمدن له پیل څخه تر اوسني عصر پورې رسېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو یې د عصریتوب او نړیوالتوب مزل مخ پر پراخېدو دی.
د اقتصادي چارو پوه علم خان احمدزی وايي، بانکونو په نړۍ کې له ابتدايي ډولونو څخه ترعصري کېدو، د اقتصادي پرمختګ او ټولنيز بدلون په راوستلو کې مهم رول لوبولی، خو په خبره یې په افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو له کبله په ټوله کې د بانکوالۍ سیستم له جدي ننګونو سره مخ دی چې د افغانستان پر اقتصادي ثبات او ودې هم منفي اغېز پریښی دی.