Добавить новость

Агрономия – наука, меняющая мир

Как бы выглядел сериал «Офис», если бы его снимали в России. Нейросеть уже показала

Инфекционный перитонит кошек: история болезни и успешное лечение

Андрей Воробьев: более 30 проектов с использованием ИИ реализуется в Подмосковье

World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بانکونو نړیواله ورځ؛ شنونکي: په افغانستان کې د بانکدارۍ سیستم له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دی

که څه هم په افغانستان کې پر بانکي خدماتو ځینې لګول شوي محدودیتونه لا هم پر خپل حال دي، خو یو شمېر افغانان وايي چې بانکونو یې د ژوند په چارو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.


دوی د بانکونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې سپارښتنه وکړه چې په افغانستان کې بانکي خدمتونه دې لا پراخ او په دې برخه کې دې شته ستونزې حل شي.


د بلخ ولایت د مزار شریف ښار د باختر په لېسه کې ښوونکې حسینا چې اوس یوازې له شپږم ټولګیو ښکته نجونو ته تدریس کوي، وايي میاشتنۍ تنخوا یې د بانک له لارې ترلاسه کوي.


نوموړې وايي، که څه هم تنخوا یې ډېره کمه ده، خو بیا هم دا چې د بانک له لارې ورکول کېږي پیسې یې خوندي دي.


هغې وویل: "زموږ معاشونه د بانک له لارې موږ ته راکول کېږي، که څه هم پخوا یې په رااخیستلو کې ځینې ستونزې وې، خو اوس کولای شو په اسانۍ خپل پیسې راواخلو، څومره مو چې په‌کار وي هغه ترې اخلو او نورې په‌کې پرېږدو، ځکه چې هلته خوندي وي، خو هیله مو دا ده چې دا ډول اسانیتاوې پراخې شي."


خو د کابل ښار اوسېدونکی وحیدالله بیا په افغانستان کې د بانکي ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم بانکونو په نړۍ کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو د افغانستان په بانکونو کې ډېرې ستونزې دي، هر وخت چې ورشو، ډېره ګڼه ګوڼه او بې نظمي په‌کې وي، بله ستونزه دا ده چې ډېری وخت موږ ته وايي چې سیستم خراب دی، بل وخت راشئ بیا چې ورشو څومره پیسې چې موږ ته په‌کار وي نه یې راکوي هغه کومې پیسې چې راکوي هم بیخي ډېرې پوښتنې کوي."


افغان سوداګر مخلص احمد وايي، بانکونو یې په چارو کې اسانتاوې رامنځته کړي، خو د بانکوالۍ پر وړاندې شته ننګونو د دوی پر چارو هم منفي اغېز پریښی دی.




نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په بانکونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه بیخي زیاته وي، موږ په ساعتونو او آن په ورځو د نوبت په تمه یو چې پیسې واخلو او یا یې هم ولېږو، له بده مرغه په کوم ډول چې زموږ هیله وه او ده د بانکونو خدمتونه داسې نه دي او چارې یې ټکنۍ شوي دي."


د بانکي چارو پوه او د افغانستان بانک پخوانی ویاند شریف‌الله شګیوال وايي، په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ د بانکونو اعتبار ته لوی زیان رسولی، خو بیا یې هم فعالیت د پام وړ دی.


هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې خلک په بانک باندې ډېر باور نه لري ځکه چې سیاسي ثبات نه‌شته او چې کله خلک په راتلونکې باور ونه لري نو څوک نه غواړي چې خپل امانتونه او یا پیسې په بانک کې وساتي نو دا یې لوی لامل دی چې په افغانستان کې د بانکې سکتور د لا پراختیا په برخه کې ډېر کار نه دی شوی، خو له دې ټولو سره سره یې بیا هم فعالیتونه یې اغېزمن او د پام وړ دي."




د ۲۰۲۱م په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه خلک د خپلو پیسو د ایستلو لپاره بانکونو ته ورمات شول، خو طالبانو د دې لپاره چې بانکونه له پیسو تش نه شي، له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره حدود وټاکل.


په پیل کې هیچا له خپل حسابه په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالرو زیاتې پیسې نه شوای ایستلی، وروسته یې دا اندازه په اوونۍ کې ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړه او بیا دغه کچه د وخت په تېرېدو په تدریجي ډول ۶ سوه ډالر او بیا ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوه.


د روان ۱۴۰۳ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې له دې وروسته انفرادي بانکي حساب لرونکي کولی شي په اوونۍ کې د اویا زره افغانیو پر ځای اوس یو لک او پنځوس زره افغانۍ او میاشت کې ۵ لکه افغانۍ واخلي.


د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري د خلکو او سوداګرو د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


خو اقتصادي چارو چارو پوهان له ډلې بیا اذرخش حافظي بیا له یادې ستونزې د وتلو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تر هغې چې په نړیواله کچه زموږ محدیتونه لرې نه‌شي او افغانستان په فعاله توګه د نړۍ په بانکې سیستم کې ونډه ونه لري لویه پانګونه، د کانونو کېندنه او په ټوله کې د اقتصادي راکړې ورکړې لړۍ له ننګونو سره مخ کېږي، هیله لرو چې افغانستان یو مناسب سیاسي ثبات ته ورسېږي او افغانستان وکړای شي په نړۍ کې خپل ښه اقتصادي رول ولوبوي."




د یادونې ده چې په کابل کې د طا لبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه چې ډېره برخه یې د نیویارک د پانګو په فدرالي بانک او پاتې نوره د سویس په بانکونو کې ساتل کېږي.


نن د ډسمبر څلورمه نېټه د بانکونو نړیواله ورځ ده.


ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹م کال کې د بې وزلۍ د له‌منځه وړلو، د نابرابریو د کمښت او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو څخه د مالي ملاتړ په هدف د ډسمبر څلورمه د بانکونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.


د بانکي چارو یو شمېر پوهان وايي، په نړۍ کې د بانکونو د رامنځته کېدو وجودي فلسفه د پیسو له خوندي لېږد رالېږد وراخوا د هېوادونو د اقتصادي ودې او پرمختګ ته کار کول دي.


دوی وايي، د همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سوداګریز، صنعتي او د زراعت د پیاوړتیا او ودې لپاره او په ورته وخت کې د بېلابېلو برخو لپاره ځانګړې بانکونه جوړ شوي او دوی په اغېزمنه توګه فعالیت کوي.


په ویکيپیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بانکدارۍ د رسمي پیل څخه نږدي ۸۰ کاله تېرېږي او په هېواد کې د لومړني بانک د بنسټ ډبره د محمد ظاهر شاه د سلطنت په لومړي کال کې کېښودل شوه او په ورته وخت کې افغان ملي بانک په افغانستان کی تر ټولو بانکونو لومړنی بانک دی چې په ۱۹۳۳م کال کې جوړشوی دی.


په نړۍ کې د بانکدارۍ مخینه د بشري تمدن له پیل څخه تر اوسني عصر پورې رسېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو یې د عصریتوب او نړیوالتوب مزل مخ پر پراخېدو دی.


د اقتصادي چارو پوه علم خان احمدزی وايي، بانکونو په نړۍ کې له ابتدايي ډولونو څخه ترعصري کېدو، د اقتصادي پرمختګ او ټولنيز بدلون په راوستلو کې مهم رول لوبولی، خو په خبره یې په افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو له کبله په ټوله کې د بانکوالۍ سیستم له جدي ننګونو سره مخ دی چې د افغانستان پر اقتصادي ثبات او ودې هم منفي اغېز پریښی دی.

Читайте на 123ru.net


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

С оливье и долгом больше миллиарда. Блиновская встретит Новый год в СИЗО

Экс-защитник Пономарев: иностранные игроки просто изуродовали нам футбол

В Жуковском открыли школу, обновили парк культуры и поликлинику в 2024 году

Агрономия – наука, меняющая мир

Музыкальные новости

Бизнес-завтрак «Платформенная экономика — 2025: главные правовые тренды, риски и возможности»

Путин назвал Москву одним из лучших мегаполисов мира, привлекающим инвесторов

Станции метро "Зенит" и "Беговая" закрывали на вход в Петербурге

Экс-футболист Хомуха заявил, что тренер ЦСКА Николич боится играть открыто

Новости России

В Москве 11-летний мальчик получил ожоги ног и рук, опробовав новую петарду

Андрей Воробьев: более 30 проектов с использованием ИИ реализуется в Подмосковье

Белорусы посмеялись над запретом гречки из Алтайского края

Елочные базары на территории Одинцовского округа начнут работать 20 декабря

Экология в России и мире

Победили рак: российские ученые создали первую в стране персонализированную вакцину против рака

Концертный Директор в тарифе Lait для Артистов, Музыкантов, Певцов, Поэтов, Танцоров и Шоу программ.

Зимний фестиваль «Усадьбы Москвы»

Магия цифр. Учёные развенчали миф о 10 тыс. шагов в день

Спорт в России и мире

Арина Соболенко выразила благодарность бойфренду

Соболенко выиграла награду WTA за продвижение женского тенниса

Арина Соболенко получила награду WTA за преданность делу и продвижение женского тенниса

WTA назвала белоруску Соболенко лучшей теннисисткой года

Moscow.media

ТСД SAOTRON RT41 GUN: практичный, производительный, надёжный

Беспроводной сканер штрих-кодов SAOTRON P05i промышленного класса

Город Гофмана

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: 5,8 тыс. семей Московского региона направлены выплаты из материнского капитала











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Инфекционный перитонит кошек: история болезни и успешное лечение

Еще одно общественное пространство обустроят в Подольске в следующем году

Белорусы посмеялись над запретом гречки из Алтайского края

Агрономия – наука, меняющая мир