د ناټو عمومي منشي مارک روته پرون سې شنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې د ناټو له غړیو هېوادونو غواړي چې ډېر پر وسلو د اوکراین پر سمبالولو تمرکز وکړي نه پر هغو بحثونو چې پر دې هېواد د روسیې د یرغل د پای ته رسولو پر څرنګوالي څرخي.
د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې، د ناټو عمومي منشي د روسیې د بشپړ یرغل پر وړاندې له اوکراین څخه پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا هېواد د هوایي مدافعې د سیستمونو په ګډون ډېرو پوځي مرستو ته اړتیا لري نه ډېرو هغو طرحو ته چې په دې هېواد کې د سولې پروسه په څه ډول مخ ته لاړه شي.
نوموړي زیاته کړه هر کله چې اوکراین له روسیې سره د سولې په خبرو کې د شاملید پرېکړه وکړه، دا هېواد باید له یوه پیاوړي دریځ څخه د سولې خبرې مخ ته یوسي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبيها چې د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یې حضور درلود له خپلو متحدینو وغوښتل چې د روسیې د هوایي بریدونو په وړاندې د دې هېواد د انرژۍ تاسیساتو د ښې ساتنې او د برښنا پرې کېدو د مخنیوي لپاره د هوایي مدافعې نور نولس سیستمونه ورکړي.
په دې وروستیو میاشتو کې روسیې ترډېره په هوایي بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ او د برښنا د تولید تاسیسات په نښه کړې او هڅه یې کړې چې هغه له کاره وغورځوي یا ورته زیانونه واړوي.
نوموړي همدارنګه د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د اوکراین د ختیځې جبهې چې په دې وروستیو کې روسي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
په عین حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره یوځل بیا په ناټو تړون کې د دې هېواد د غړیتوب غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل چې له دې تړون سره د اوکراین یوځای کېدل به د دې هېواد چې د روسیې د بشپړ یرغل پر وړاندې مبارزه کوي، راتلونکې ډاډمنه کړي.
د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف پرون سې شنبې د اوکراین د دغې اعلامیې په وړاندې غبرګون کې وویل چې په ناټو کې د اوکراین شاملېدل د نه منلو او هغه روسیې ته ګواښ دی.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د دغې اعلامیې له صادرېدو څو ورځې مخکې سکای نیوز شبکې ته ویلي وو چې که ناټو د اوکراین غړیتوب ومني هغه به د ده په خبره د روانې جګړې سختې مرحلې ته د پای ټکی کېږدي.
زیلینسکي دغه راز پرون د خپل هېواد د پوځ له مشرانو سره تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې اوکراین په کور دننه د تولیدېدونکو نویو او پرمختللو توغندیو آزموینه ترسره کړې او پرټلګرام چینل یې د دغو توغندیو د پراختیا په چارو کې ښکیلو ټولو اړخونو څخه چې هڅه کوي هغه په چټکۍ تولید کړي، مننه وکړه.
نوموړي د دغو نویو توغندیو په اړه نور جزییات نهدي ورکړي.