د کمپلو د توليد دا فابريکه ۲۴ کاله مخکې فعاله شوې وه، خو څه وخت وروسته بېرته تړل شوې وه.د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چينايانو د دې شرکت کارکوونکي و روزل، د فابريکې ماشينونه يې بيا ورغول او فعاليت ته يې جوړه کړه.دا فابريکه د طالبانو او چين ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراخېدو کېدو يوه بېلګه ده.