یوشمېر افغان انځورګران (رسامان) وايي چې، د خپلو دندو له لاسه ورکولو وروسته، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
"دې قانون زموږ په هنري کارونو منفي اغېز کړی، کارونه مو کم شوي او په پايله کې زموږ اقتصاد خراب شوی."
دا یو هنرمند او انځورګر دی چې په کابل کې ژوند کوي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون له تطبیق وروسته بېکاره شوی دی.
هغه چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل آثار يې، چې ډېر یې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دي، نور پېرودونکي نهلري.
هغه وويل: "په ژوندیو (زيروح) او غیر ژوندیو تابلوګانو یې اغېز کړی، که موږ د انسان څېره و نهکاږو او د ګل انځور وکړو، مهمه خبره دا ده چې نور پېرودونکي نهشته. کله چې د یو هنرمند لاسونه تړل کېږي او لاستهراوړنه ونهلري، بېکاره کېږي، د یو هنرمند عمر بې ګټې تېریږي. زه هم د نورو هنرمندانو پهڅېر بېکاره یم او آثار مې نه پلورل کېږي."
بل انځورګر چې په کابل کې ژوند کوي او هغه هم نهغواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، د هغه ټولې زدهکړې او هنري سابقه لهمنځه تللې او طالبانو یې د سترګو په وړاندې تابلوګانې شلولې دي.
دا هنرمند وايي: "زه د یو هنرمند په توګه په ګالري کې په هنري کارونو بوخت وم، ما ولیدل چې زما د سترګو په وړاندې یې زما تابلوګانې وشلولې، دا د یو هنرمند لپاره د مرګ پهڅېر ده، هنر بدل شو، هنري مشاغل لهمنځه لاړل، د انسانانو د څېرو انځورونه او نور تصویرونه منع شول، هنرمندان بېکاره شول، موږ له مرمر څخه د کورونو د ښکلا لپاره وړې مجسمې جوړولې، ټولې یې ماتې کړې او موږ یې ووهلو، زموږ ګالري یې وتړله."
هغه دا هم وايي چې، په افغانستان کې هنرمندانو ته هيڅ کار نهشته او دا چې د خپل هنر زوال ګوري، ډېر دردمنېږي او اړ شوی چې د ژوند د دوام لپاره سخت فزيکي کارونه وکړي.
هغه دغهراز وويل: "ما خپله دنده له لاسه ورکړه، موږ نقاشان د همدې لارې عاید ترلاسه کاوه، د خلکو ډېری غوښتنې د دوی د ملګرو، کورنۍ یا خپل ځان د څېرو د انځورونو وې چې هغه هم منع شول، موږ سختو فزيکي کارونو ته مخه کړه، اوس په افغانستان کې د هنرمندانو لپاره هيڅ کار نهشته."
دا پهداسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ډېرو نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو هنرونو هم ستر محدودیتونه وضع کړل.
له دغو محدودیتونو څخه یو هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د رسمولو او ان د هغوی د عکسونو خپرول يې هم منع کړي.
د طالبانو حکومت د روان کال د اګست په میاشت کې د "امر بالمعروف او نهي عنالمنکر" په نوم نوی قانون اعلان کړ چې، د دې قانون د ۱۷مې مادې په درېیم بند کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو او خپرولو باندې پهکې محدودیت لګول شوی دی.