ملګروملتونو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې. په روان میلادي کال کې په افغانستان کې تر څلور سوه ټنه ډېر تاریاک تولید شوي دي.
ملګروملتونو څه موده مخکې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه د نولسسلنه ډېروالي یادونه کړې وه او دا دی اوس یې په خپل نوي راپور کې د تاریاکو د تولید په اړه ويلي چې، سږکال په افغانستان کې د کوکنارو تولید دېرشسلنه ډېر شوی دی.
د ملګروملتونو په راپور کې راغلي چې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تاریاک تولید شوي دي، پهداسې حال چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۳۳۳ ټنه تاریاک تولید شوي وو.
د ملګروملتونو له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره چې دا راپور یې چمتو کړی ويلي، لکه څنګه چې د افغانستان په جنوب لوېديځو ولایتونو کې د کوکنارو کښت کم شوی او برعکس د دې هېواد په شمالختيځو ولایتونو کې ډېر شوی دی، په ورته وخت کې په شمالختيځو ولایتونو کې د تاریاکو تولید هم ورسره ډېر شوی دی.
د دې ادارې مشره مېرمن ګاډا ويلي (Ghada Waly) وايي، د کوکنارو د کښت کموالي او لهدې امله د بزګرو اقتصادي زیان ته په کتو سره، دا اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه له بزګرو سره ډېرې مرستې وکړي.
نوموړې وايي: "دوه کاله په پرلهپسې ډول د کوکنارو د کښت دوام او تاریاکو تولید د فرصتونو او ننګونو ښکارندویي کوي. باید د نړیوالې ټولنې هڅې منظمې شي تر څو دا ډاډ حاصل شي چې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره په افغانستان او سيمه کې د تاریاکو ځای د ښېښې غوندې خطرناکو کيمیاوي نشهيي موادو تولید و نه نيسي. باید دغه ډول موږ له هغو خلکو سره هم مرسته وکړو چې ژوند یې د کوکنارو له عایدو سره تړلی و، پهدې ډول به هغوی مشروع عایدو ته لاره ومومي."
پهدې راپور کې راغلي چې، په مجموع کې به د افغانستان له څلور سوه ټنه تاریاکو څخه له ۳۲ څخه تر ۵۰ ټنه پورې هیرویین تولید شي، خو د طالبانو حکومت د دې سازمان موندنې ردوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د دوی نظامیانو سږکال د کوکنارو ډېره برخه کښتونه ویجاړ کړي دي.
هغه وايي: "د کورنیو چارو وزارت د دې سازمان ادعا رد او له واقعیتونو څخه ليري بولي. په وروستي کال کې د نشهيي بوټو د کښت او نشهيي موادو د تولید د څرنګوالي په اړه د کورنیو چارو وزارت څېړنې، پهدې برخه کې د نورو کلونو په پرتله خورا ډېر کموالی ښيي. زموږ پولیسو په ټولو ولایتونو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې، په تېره بیا د بنګو د کښتونو ویجاړولو په برخه کې یو ډول کار کړی او د نشهيي بوټو د کښت یوه ساحه یې هم نهده پرې ايښې."
د طالبانو حکومت وايي چې، دوی د کوکنارو د کښت کمولو له لارې د نړۍ لپاره د نشهيي موادو خطر کم کړی دی، خو دا خبره هم ورسره غوټه کوي چې نړیوالې ټولنې پهدې برخه کې له دوی سره هيڅ مرسته نهده کړې.
د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې دفتر څېړنې ښيي چې، پروسږکال د یوه کیلو ګرام تاریاکو بیه ۴۴۰ امریکايي ډالره وه، خو سږکال د یوه کیلوګرام تاریاکو بیه ۷۴۰ امریکايي ډالرو ته پورته شوې ده، له همدې امله بزګرانو او مافيايي ډلو لهدې لارې ۲۶۰ ميلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينیت د سروې او پاليسۍ پخوانی ريیس سید نجیبالله احمدي وايي چې، د کوکنارو د کښت کموالي د مافیايي ډلو کاروبار او عایدو ته هیڅ زیان نهدی اړولی.
نوموړی وايي: "په پخوانیو کلونو کې که یوه بزګر په یوه هيکټار ځمکه کې کوکنار کرل، نژدې ۳۸ یا ۴۰ کیلوګرامه تاریاک به یې ترلاسه کول چې یو کیلوګرام تاریاک به یې په ۵۰ یا ۶۰ زره افغانۍ خرڅول، لهدې لارې به یې له نژدې دوه زره او درې سوه څخه نیولې بیا تر دوه زره او څلور سوه ډالرو پورې پیسې ګټلې، خو که نن یو بزګر په نیم جریب ځمکه کې هم کوکنار وکري او لهدې ځمکې څخه پنځه کیلوګرامه تاریاک ترلاسه کړي، دا عاید څلور یا څلور نیم زره امریکايي ډالره کېږي. دا مهال په افغانستان کې د سيمې او سيمې ورها خوا مافيايي ډلې عملا حضور لري."
په افغانستان کې داسې مهال یو ځل بیا د تاریاکو د ډېروالي موضوع راپورته کېږي چې، تر دې مخکې د اروپايي ټولنې له نشهيي موادو او اعتیاد سره د مبارزې ادارې هم پهدې اړه یو راپور خپور کړی او ويلي یې وو چې، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع شوی دی، خو بیا هم له افغانستان څخه اروپايي هېوادونو ته د هغو هیرويينو قاچاق نهدی کم شوی چې په افغانستان کې له تولید شویو تاریاکو څخه جوړ شوي دي.