د نړیوالو آژانسونو د شمېرو له مخې د پاکستان په لاریونونو کې د وژل شویو شمېر ۶ تنو ته رسېدلی او لسګونه نور ټپيان شوي دي. د پخواني صدراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان زرګونو پلویانو په دې لاریونونو کې د هغه د خلاصېدو غوښتنه وکړه. عمران خان له څه باندې یوه کال راهیسې د مالي فساد، د تاوتریخوالي د ترویج او لسګونو نورو تورونو له امله په زندان کې دی.