د طالبانو حکومت له کندهار وروسته تازه په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو کې هم د نړیوالو ادارو لهخوا پر سیمهییزو ټولګیو بندیز لګولی دی.
په ارزګان ولایت او سویلي حوزه کې د یونېسف، سیف د چلډرن او ځینو نورو نړیوالو ادارو کارکوونکي وایي، د طالبانو حکومت ورته د سیمهییزو ټولګیو د بندیدو امر کړی او اوس په اکثرو سیمو کې دا ټولګي بند تړل شوي دي.
په ارزګان ولایت کې د ماشومانو د ساتنې ادارې یا "سیف د چلډرن" یو کارکوونکي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې له زدهکړو محرومو ماشومانو ته د زدهکړو د لاسرسي په برخه کې کار کوي، د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د ارزګان اکثرو ولسوالیو کې یونېسف، یونسکو، سیف د چلډرن او څو نورو نړیوالو ادارو او موسسو په ګډه د دغو ماشومانو لپاره ټولګي درلودل چې له بده مرغه اوس په ټول ارزګان کې د ځینو عواملو له امله دا پروسه مطلقه بنده شوه، معارف وزارت به یو څه غوښتل او د دوی( نړیوالو) ادارو پالیسي به بل څه وه."
د "سیف ده چلډرن" دغه کارکوونکی وایي، دوی د یونېسف او یونسکو په همکاریو د ارزګان په دهراوود، ګیزاب، چنارتو، چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې په سلګونو سیمهییزو ټولګي جوړ کړي وو چې په خبره یې یوازې په دوو، خاص ارزګان او چوره ولسوالیو کې نږدې شپږ زره زدهکوونکو د "سیف ده چلډرن" له لومړي تر پنځم ټولګیو کې زدهکړې کولې.
د ده په خبره، په هر ټولګي کې تر ۳۰ ماشومان وو.
په سویلي حوزه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف یو کارکوونکي بیا د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل د کندهار او هلمند ولایت په ځینو سیمو کې هم دا کار شوی دی.
هغه وویل: "هغو سیمو کې چې ماشومانو په کې زدهکړو ته لاسرسی نه درلود، د یونېسف او ځینو نورو بنسټونو لهخوا هلته ورته ټولګي جوړ شوي، دوی (طالبانو) ظاهراً په دوو دلیلونو بند کړل، یو دا چې ویل دلته غټې نجونې راځي، بل ویل یې چې باید ټول دا فعالیتونه د پوهنې وزارت تر چتر لاندې وي، خو لا هم په ټولو سیمو کې نه دي بند شوي، ځینو سیمو کې لا شته، خو دوی غواړي دا ټول بند کړي."
د یونېسف دا کارکوونکی هم ادعا کوي، وایي چې په اکثرو دغو سیمو کې د طالبانو د حکومت د سیمهییزو چارواکو لهخوا د استادانو او نورو کارکوونکو د ګمارنې په پروسه کې لاسوهنه کېده او پلمې جوړېدې چې د افغاني کلتور خلاف ماشومانو ته زدهکړې ورکول کېږي.
په زابل کې د یونسکو ادارې یو سیمهییز کارکوونکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط بیا ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تازه له تېرو دوو ورځوراهیسې په شفاهي توګه د دغو ټولګیو د بندېدو امر ورکړی، خو په خبره یې لا هم دا ټولګي فعال دي چې په خبره په ټول زابل کې په دغو ټولګیو کې تر دېرش زرو زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو په دې سیمهییزو ټولګیو کې د زدهکوونکو ځینې کورنۍ اندېښمنې دي او وایي، که دا ټولګي همداسې بند وساتل شي د ماشومانو پر برخلیک به یې منفي اغېزې ولري.
له دې ډلې د ارزګان او کندهار ولایتونو دوو اوسېدونکو د نومونه نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.
د ارزګان اوسېدونکی وايي: "زموږ په کلي کې موږ خپل ماشومان دغو ټولګیو ته ورلېږل، اوس نهشته، دا د ښوونځي په شان لکه ریاضي، پښتو او ځینو نور مضامین یې په کې لوستل، تر درېیم پورې ورتلل بیا مو ښوونځيو ته لېږل، ګټه یې دا وه چې کور مخکې مو و، ماشومان یې ډېر ښه یې چمتو کول، منفي تاثیرات یې ځکه ډېر دي چې ماشومان به همداسې بې سواده لوی شي."
د کندهار اوسېدونکي وویل: "دا د یونېسف او ځینو نورو ادارو لهخوا چې دلته لرې پرتو سیمو کې دا ټولګي جوړ شوي وو دا کوچنیان به ورتل، سبقونه یې په کې ویل، خلک ورسره ډېر هوسا وو، خو اوس ټول بند شوي، اوس ډېر کلي، سیمې او علاقو کې د خلکو ماشومان د دغو ادارو له تعلیم محرومه شول."
محلي یا سیمهییز ټولګي هغو نجونو او هلکانو (ماشومانو) ته دي چې ښوونځي یې د اوسېدو له سیمو لېرې دي او یا د بېوزلۍ او ټولنیزو محدودیتونو له امله له زدهکړو بې برخې پاتې وي.
دغو ټولګیو ته درسي امکانات "یونېسف" د خپلو همکارو ادارو په مرسته برابروي، لګښتونه او د ښوونکو تنخواګانې یې هم یونېسف ورکوي او پر زدهکوونکو یې ځینې خوراکي توکي هم ویشي.
په راپور کې مرکه شویو د یونېسف په ګډون د بېلابېلو نړیوالو ادارو د کارکوونکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې نژدې په زرګونه ماشومانو په دې ټولګیو کې په زدهکړو بوخت دي چې مخکې یې یو شمېر رسنسو د دغه ټولګیو شمېر ۱۸۰۰۰ او د زدهکوونکو هم څه باندې ۵۶۶زره ښودلی و.