د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره وايي، که طالبان له نړیوالې ټولنې ملاتړ او مشروعیت غواړي، باید له خپلو خلکو سره اړیکې ښې کړي.
کرن ډیکر، د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په یوه مجازي ناسته کې وویل، د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو له ګډون پرته هیڅ حللار ممکنه نهده.
نوموړې ويلي: "د افغانستان لپاره هیڅ حللار نهشته چې په هغه کې سیمه او په ځانګړي ډول افغانان په یو یا بل ډول شامل نهوي چې له خپلو ګاونډیانو سره خبرې وکړي."
دې د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي ولسمشر د پالیسۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې، باید د جنورۍ تر شلمې انتظار وایستل شي چې ډونالډټرمپ رسماً کار پیل کړي.
هغې د تروریستي ډلو فعالیتونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې، دا ډلې یوازې په افغانستان کې فعالې نهدي، بلکې د هغوی پر وړاندې مبارزه سیمهییزې همکارۍ ته اړتیا لري.
مېرمن ډیکر د طالبانو او متحدایالتونو ترمنځ د دوحې تړون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د دغه تړون یوه ماده دا ده چې په افغانستان کې به ترهګري ډلې حضور نهلري او د دې هېواد خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
هغې زیاته کړه، د دوحې د تړون دا برخه د پای نېټه نهلري او تر هغو پورې به دا ژمنه پرځای وي څو چې په افغانستان کې تروریستي ډلې موجودې نهوي.
د متحدایالاتو د سفارت شارژدافیرې د طالبانو د نویو قوانینو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د ژوند فضا محدوده شوې ده.
طالبانو په تېرو درې کلونو کې نجونې له شپږم ټولکي پورته له زدهکړو محرومې کړي، عامه ځایونو لکه پارکونو او حمامونو ته یې د هغوی پر تګ بندیز لګولی او ان په وروستیو کې یې په لوړ غږ د ښځو په خبرو بندیز اعلان کړی دی.
اغلې ډیکر وویل، پهدې اړه ډېره اندېښنه لري چې د افغانانو د ژوند فضا ورځ تر بلې محدوده کېږي او دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو، بلکې د نارینهو لپاره هم له محدود سره ملې دي.
دې په عین حال کې وویل: "که طالبان غواړي چې له نورې نړۍ سره ښې اړیکې ولري، باید د خپل هېواد د نارینهو او ښځینهو سره ښې اړیکې ولري، هر ملاتړ او مشروعیت چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې غواړي هغه لومړی د افغانانو له ملاتړه پیلیږي."
کرن ډیکر ټینګار وکړ چې متحدایالات د ملګروملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنيټ سره همکاري کوي، ترڅو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر د قانون اغېزې و ارزوي.
هغې د طالبانو د نویو قوانینو په اړه وویل، نه پوهېږي چې دغه قوانین به څنګه پلي شي.
هغې زیاته کړه، په دوحه کې د ترسره کېدونکو ناستو په ترڅ کې د دغو مسایلو پېژندل او ارزونه په ریښتیا سره ستونزمنه ده.
اغلې ډیکر د زدهکړو نړیوالې ورځې ته په اشارې وویل چې، تمرکز به یې یقیناً د ټولو افغانانو په تېره بیا د نجونو او ښځو پر تعلیم وي.
د هغې په خبره، ځکه چې له زدهکړو پرته افغانستان به له ډاکترانو، انجینیرانو، د کمپیوټر پروګرامرانو، محاسبانو، ښوونکو، د کرنې او برېښنا متخصصانو او نورو څخه محروم وي او د دې معنا به دا وي چې افغانستان به له هغو متخصصانو بېبرخې وي چې دا هېواد نن ورته اړتیا لري.
نوموړې دغهراز وايي: "تعلیم نه یوازې یو بشري حق دی، بلکې د افغانستان د بقا لپاره حیاتي دی، له همدې کبله د امریکا متحدایالتونه د تعلیم له متخصصانو سره پهدې کار کوي چې افغان زدهکوونکي پر هغو ستونزو او خنډونو لاسبري شي چې ورسره مخامخ دي؛ لکه ټکنالوژۍ ته لاسرسی او د زدهکړو لپاره د کریډت ترلاسه کول."
دې همداراز وویل چې د امریکا متحدایالتونه د افغان نجونو لپاره د انلاین او د سپوږمکۍ د تلوېزیون له لارې د زدهکړو د شرایطو د برابرولو ترڅنګ هغوی ته په نړۍ کې د کار او دندې لپاره هڅه کوي.