داسې مهال چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي، پوځ په پلازمېنه اسلاماباد کې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي دي.
ویل کېږي چې تېره شپه پر امنیتي ځواکونو د موټر د ټکرولو له پېښې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه درې سرتېري او يو ملکي ووژل شول، نن سهار وختي پوځ ته پر معترضانو د ډزو اجازه ورکړل شوه.
همداراز لسګونه پولیس له مظاهرهچیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.
پرون پهداسې حال کې چې د اسلاماباد لویې لارې او سړکونه بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.
د تېرې شنبې له ماښام راهیسې پولیسو اسلاماباد کلابند کړی او مظاهرهچیانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.